پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ د کاروباریانو او کروندګرو ترمنځ د اړیکو جوړولو ناسته وشوه
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ځنځیري ارزښت پروګرام له لوري په پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ د کاروباریانو او کروندګرو ترمنځ د اړیکو جوړولو ناسته او یو ورځنی نندارتون ترسره شو.
د افغانستان لپاره د ځنځیري ارزښټ پروګرام ولایتی مسؤل داکتر محمود حریفال وویل چی دغه نندارتون چې پکتیا کې ترسره شو د یاد نندارتون اصلي موخه د بزګر اوسوداګر، د مالدارۍ او سوداګر ترمنځ اړیکو جوړولو په موخه جوړه شوې وه، چې بېلابېل افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوو.
په دغه نندارتون کې د پکتیا کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي او د یاد ریاست کارکوونکي په ګډون د نندارتون له بېلابېلو غورفو څخه لیدنه وکړه، د یاد نندارتون په جوړولو یې خوښی اوښوده او زیاته یې کړه، چې د داسې نندارتونو دائرول به د تولیدونکو او بازار ترمنځ د یو ارطباتي پول په رامنځته کولو کې یو مهم رول ولري.
د دې نندراتون ګډونوال او صنعت کاران د افغاني تولیداتو لا پراختیا په برخه کې دغه ډول نندارتونونه خورا ګټور بولي او هیله من دي چې په دې سره به د هېوادوالو صنعت او سوداګرۍ لا وده وکړي.