ننګرهار کې د اوبولګولو یوولس کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۹:۵۱
 ننګرهار کې د اوبولګولو یوولس کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) په اډانه کې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې» کې د اوبولګولو د یوولسو فرعي کانالونو د بیارغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) چارواکي وایي، چې د دغو کانالونو د بیارغولو ټولیز لګښت ۱۸ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوې ده.
دغه کانالونه، چې ددې ولایت په سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې ولسوالیو کې موقعیت لري په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه اته زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه ۳۵ زره کسان په نېغه او زرګونه نور کسان په نانېغه ډول ګټه پورته کوي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: په هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنه بریالۍ پایله ورکړه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پالونیا ونو د ودې او پراخ ترویج په موخه یو مهم عملي او علمي ګام پورته کړی، چې د هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱
Background image

ننګرهار ته د پاکستان هېواد څخه په غیر قانونې ډول د خوسکیو واردولو مخه ونیول شوه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی وزیرو تنګي کې یو تن د ۲۹ راسه یو کلنو خوسکیو سره ونیول شو چې د کرمې څخه یي په غیر قانوني لارو ننګرهار ته را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۲۹
Background image

دهلمند مارجې ولسوالی بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د مارجې. . .

بازگشت