عبدالناصر: د بڼوالۍ له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲ - ۱۰:۴۴
عبدالناصر: د بڼوالۍ له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شوې

په افغانستان کې له هر پنځو کسانو د څلورو ګټه وټه له کرنې او مالدارۍ سره تړلې ده. په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تل هڅه کوی، چې په ټول هېواد کې بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له یوې خوا په دغو برخو کې زموږ هېواد ځان بساینې ته نږدې شي او له بلې خوانه د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو عواید ډېر او اقتصادي ستونزي یې هوارې شي.
کرنې وزارت بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره د نورو اړینو مرستو ترڅنګ پر بزګرانو د کرکېلي په موخه اصلاح شوي تخمونه هم وېشي او ددې ترڅنګ بڼوالو لپاره دعصري او مډرنه بڼونو جوړولو ترڅنګ وخت پر وخت بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو لپاره روزنیزې برنامې جوړوي ترڅو له مدرن او عصري کرکېلي، بڼوالۍ او مالدارۍ سره بلد شي او له خپلو کروندو، بڼونو او مالونو څخه ښه عواید ترلاسه کړي.
بڼوالو لپاره د عصري بڼونو د جوړولو په لړ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه « NHLP» د لوګر ولایت چاپېریال او هوا ته په کتو سره ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د نورو مېوه لرونکو بڼونو ترڅنګ د الو
۲۵۰ جریبه نوی بڼونه هم جوړ کړي دي.
له دغو بڼونو څخه یو تن برخمن شوی بڼوال عبدالناصر دی، چې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍاوسیدونکی دی. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه « NHLP» په
۲۰۱۵ ام کال کې عبدالناصر ته د الو یو جریب بڼ جوړ کړ، چې سږ کال یې حاصل د پام وړ دی.

عبدالناصر وایي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې « NHLP» کارکوونکو يې ځمکه وکتله او له هغه وروسته يې ورته وويل، چې په دې ځمکه کې د نورو کرنیزو توکو پر ځای د الو بڼ جوړ کړي.

هغه وايي، چې د یادې برنامې کارکوونکو د الو اصلاح شوی نیالګي ورکړل او په یوه جریبه ځمکه کې یې د الو ۶۶ نیاګلي کېښود. خو په لومړي سر کې دی زړه نازړه ؤ چې، د دوی په سيمه کې به الو ښه حاصل ورکړي کنه؟

عبدالناصر وويل: «کله چې مې په خپله ځمکه کې د الو بڼ جوړ کړ که څه هم ډاډمن نه وم خو بيا هم د بڼ له جوړولووروسته مې وخت پر وخت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې د کارکوونکو مشورې عملي کولې

نوموړي زياته کړه، چې کله يې د بڼ نیالګي راشين شو نو ډېره چټکه وده يې کوله او په ډېره کمه موده کې يې ونې حاصل ته ورسېدې.

عبدالناصر زياته کړه: «اوس مې د بڼ د حاصلاتو کچه ۹۰۰ تر ۱۰۰۰ منو ته رسیږي . با لکل زه داسې حا صل ته په تعجب کې یم. همالته په بڼ کې مې په ۱۸۲ زره افغانۍ خرڅ کړل. مخکې مې له دې ځمکې دومره زیات عاید نه درلود خو اوس ډېر خوښ یم له دې بڼ سره مې اقتصادي وضعیت هم ښه شوې او هیله لرم، چې راتلونکو کلونو کې مې عواید لا هم زیات شي.» د عبدالناصر په وينا د کال په لومړيو کې دی د دومره حاصل او عايد تصورهم نه شو کولای.هغه وایي، د بڼوالۍ چارې یې ښه پرمخ ران دي او په دې برخه کې کومه لویه ستونزه نه لري دهغه په خبره، د کرنې وزارت کارکوونکي د ده تر څرنګ له نورو بڼوالو او بزګرانو سره هم په هره برخه کې مرستې کوی او دوی ته سلا مشورې ورکوی. عبدالناصر وویل: «له خپل کاره خوند اخلم، اقتصاد مې ور سره ښه شوی او د پخوا په پرتله په دې برخه کې دومره ستونزې هم نه لرو که کومه ستونزه پیدا شي دکرنې له کارکوونکو سره یې شریک کوو او د هغوی په سلا مشورې او مرستو خپلې ستونزې هواروو

باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې « NHLP» له خوا د لوګر ولایت په کچه د الو ۲۵۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ۱۳۰ جریبه یې د څرخ په ولسوالۍ کې او نور یې ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې شتون لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار اغېزناک اقدامات ترسره کړي دي. یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې د بڼوالۍ د پراختیا د یو زر او ۸۰۰ توکو د وېش لړۍ یې پیل کړی دی، چژ تر دې دمه یې ۲۶۲ کڅوړې وېشل شوي دي.

دغه راز په دې موده کې د هېواد په کچه څلور زره او ۱۹۱ هکټاره نوی بڼونه احداث او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره زاړه بڼونه احیا شوي دي. په تېرو شپږو میاشتو کې په ۳۲ ولایتونو کې د بڼوالۍ دحاصلاتو ټولولو اړوند دوه زره کڅوړې هم پر بڼوالو وېشل شوي دي.

په همدې موده کې ۹۸۶ هکټاره نوي بڼونو احداث او د دوه زره او ۲۶۶ هکټاره زړو بڼونو د احیا برنامې هم تر لاس لاندې نیول شوي دي. په ۲۳ ولایتونو کې د انګورو د ۱۵۰ هکټاره سیمو د چیله بندۍ د سیسټم نصبولو له ډلې ۳۲ هکټاره یې پلي شوي او پاتي نور یې د پلي کېدو په درشل کې دي.

دغه راز د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۲۳۵ ممیزخونو چې، هر یوه یې د اته مټریک ټنه انګورو وړتیا لري د جوړولو چارې بشپړ شوي دي. ددې ترڅنګ پر بڼوالو ۵۰۰ مټریک ټنه «DAP» کیمیاوی سره هم وېشل شوې ده.

د دغو کړنو ترڅنګ باید وویل شي، چې د کرنې وزارت په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار په پام کې لري، چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې یو میلیون جریبه نور بڼونه هم جوړ کړي. د کرنې وزارت د چارواکو په خبره په دې برخه کې د دولت یوه اسټراټژیکه موخه داده، چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې په کابو یو میلیون جریبه ځمکه کې د انارو، انګور، زردالو، شفتالو، انځر او یوشمېر نورو ارزښت لرونکو مېوو نوي سوداګریز بڼونه جوړ کړي.

د کرنې وزارت د چارواکو په خبره د بڼوالۍ په عصري او مډرنو سیسټومونو سره نوی بڼونه جوړول ډېر حاصل او ښه کیفیت لرونکي دي. د دوی په خبره د بڼوالۍ له نوی سیسټومونو څخه ګټه پورته کول د حاصلاتو کچه لس چنده زیاتوی.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د کرنیزو محصولاتو په پسرلني نندارتون کې د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو ګډون

د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې روان کال د غويي میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ټي،‌ام،آی» دفتر چاراکو سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني د «ټي،‌ام،آی» دفتر له عملیاتي مسوول محمد حامد امیري او دیاد دفتر یو شمېر نورو مسوولینو سره د مالدارۍ د فارمونو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "آغا خان بنسټ" له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د "آغا خان بنسټ" له مسوولینو سره وکتل او د بادام باغ په ملي نندارتون کې یې د ګډون په اړه خبرې اترې وکړې. . .

بازگشت