زابل کې پر ۶۶ مالدارانو د مالدارۍ اړوند توکي ووېشل شول
۲۲ تله ۱۳۹۸
د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د مرکز کلات او د شاجوی او شهرصفا ولسوالیو هغو ۶۶ مالدارانو ته چې د مالدارۍ په سیمه ییزو ښوونځیو «FFS» کې یې د مالدارۍ په بېلابېلو برخو لکه د څارویو واکسین او تغذیه، د ساري او غیر ساري ناروغیو کنټرول اومخنیوی، حفظ الصحې او د داخلي پرازیتونو د کنټرول په برخه کې یې زده کړې کړې وې د مالدارۍ اړوند توکي ورکړل شول.
د مالدارۍ اړوند دغه توکي، چې په کې د څارویو ساتنې او پالنې د نورو اړونده توکو ترڅنګ د داخلي او خارجي پرازیتون د مخنیوي او د څارویو د تقویې او بېړنیو مرستو لپاره د درملو کېټونه هم شامل دي د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په همکارۍ چمتو او په زابل ولایت کې د مالدارۍ د پرمختیا په موخه پر دغو مالدارانو وېشل شوي دي.
د زابل د کرنې ریاست زیاتوي، چې له دغو توکو څخه برخمن شوي مالدارن د ورکړل شویو توکو د موثر استعمال او کارونې په موخه ددې ریاست د مسلکي ټیم له خوا روزل شوي هم دي.