د کرنې وزارت څه باندې ۱۴ زره بزګرانو ته، ۱.۱ میلیارډه افغانۍ پور ورکوي

naim.rezai
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۱۴:۱۴
د کرنې وزارت څه باندې ۱۴ زره بزګرانو ته، ۱.۱ میلیارډه افغانۍ پور ورکوي

۹ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د پراختیا صندوق له لارې ۱۴ زره او ۳۰۰ بزګرانو ته ۱.۱ میلیارډه افغانۍ پور ورکوي. دا پورونه د درې او پنځو کلنو دورو لپاره ورکول کېږي.
ددغو پورونو د ورکړې هوکړه لیکونه نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په حضور کې، د کرنې د پراختیا صندوق «ADF» رییس ډاکټر ایمل آرمان او « د کوچنیو پورونو لومړنی بانک، اکسس افغانستان، فینکا افغانستان او نوې طرحې شرکت» چارواکو ترمنځ چې د کرنیزو پورونو ورکوونکي دي، د کرنې په وزارت کې لاسلیک شول.
ددغو هوکړه لیکونو د لاسلیک په اړه جوړه شوې غونډه کې، ډاکټر انوارالحق احدي وویل، له دغو پورورنو څلورځانګړې کرنیز سکټورونه برخمن کېږي. ښاغلی احدي زیاته کړه: «نن موږ داسې قراردادونه لاسلیک کوو، چې له مخې یې څلور بېلابېلو مالي موسسو ته ۱.۱ میلیارډه افغانۍ ورکول کېږي. ددغو موسسو له ډلې دوه موسسې، چې بزګرانو او یا هغو بنسټونو ته، چې د کرنې سکټور سره تړاو لري پور ورکول کېږي. د کوچنیو پورونو لومړنی بانک ته ۵۰۰ میلیونه افغانۍ، اکسس افغانستان ته ۳۰۰ میلیونه افغانۍ، فینکا ته سل میلیونه افغانۍ او د نوې طرحې شرکت ته نږدې سل میلیونه افغانۍ پور ورکول کېږي. په ټولیزه توګه له دغو پورونو به څه باندې ۱۴ زره بزګران برخمن شي.»
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر وویل، یاد مالي موسسې، چې ددې هوکړه لیک د لاسلیک په پایله کې د کرنې د پراختیا صندوق څخه پور تر لاسه کوي، هر یو یې بزګرانو او د کرنې اړوندو فعالیتونو لپاره وړې پورونه برابروي.
په همدې حال کې، د کرنې د پراختیا صندوق رییس ایمل آرمان وویل، چې یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل تردې دمه ۱۳.۲ میلیارډه افغانۍ پور منظور او دغه رازکرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو پالنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۱۰.۴ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړتیاوو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۵زره او۶۶بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
هغه دغه راز وویل، کوم بزګران او د کرنې د برخې متشبثین چې د کرنې د پراختیا صندوق له پورونو برخمن شوي دي، عواید او تولیدات یې له ۲۱ تر ۲۵ سلنه لوړه شوې ده.
دغه راز، د چرګ پالنې د یوې فارم مسوول محمدشفیع امین زاده، چې د کرنې د پراختیا صندوق له پورونو څخه برخمن شوی دی وایي، چې په بېلابېلو برخو کې د کرنې وزارت له خوا د پورونو ورکړه د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې د فعالیت د ښه والي لامل شوي دي. هغه وویل، د کرنې او مالدارۍ اړوند ډېر هغه شرکتونه، چې له ستونزو سره مخ ول، د کرنې د پراختیا صندوق له خوا د پورونو له تر لاسه کولو وروسته په خپلو پښو درېدلي دي.
محمدشفیع امین زاده وویل، چې په کابل کې د هغه د چرګانو پالنې شرکت له پور اخیستنې وروسته وتوانېدل، چې د خپلو تولیداتو کچه لوړ کړي او اوسمهال کولی شي، چې د روځې تر پنځه زره چرګوړې تولید کړي.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې په ۱۳۸۹یم کال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې د امریکا متحده ایالاتو پراختیایې ادارې «USAID» د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په مرسته خپل فعالیت پیل کړ. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کاپیسا کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د څلورم فارم اړوند د بټي کوټ ولسوالی په لوړتۍ سیمه کې د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوي، چې. . .

بازگشت