د کرنې وزارت مشرتابه د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۹:۳۷
د کرنې وزارت مشرتابه د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره وکتل

۵ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه د ازبکستان له یوه لوړ پوړي پلاوي سره، چې افغانستان ته راغلي وو، وکتل او د کرنې په برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، مولوي باز محمد فیضان، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال او مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په شتون کي  د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره، چې په کې د ازبکستان هېواد ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف، د ازبکستان هېواد د اوبو لګولو وزارت لومړي مرستیال عظیم جان نظروف، په افغانستان کې د ازبکستان سفیر یادګارخواجه شادمانوف او د دوی مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ په برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د پانګوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء عمري په دې غونډه کې وویل، چې افغانستان او ازبکستان له یو بل څخه متاثر هېوادونه دي هغه زیاته کړه: «د کرنې وزارت د یوه هېواد د خوراکي توکو د رسولو مسوولیت پر غاړه لري او افغانستان او ازبکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې د سیند په دواړو غاړو کې پراته دي او کومه ستونزه چې پر یو هېواد اغېزه کوي ګاونډي هېواد ته هم زیان رسوي او که لوږه او په افغانستان کې قحطي رامنځته کېږي، د ازبکستان پر هېواد هم اغیز لري، نو راځئ هغه ستونزې چې دواړه هیوادونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې ورسره مخ دي مخه یې ونیسو او خپلې تجربې یو له بل سره شریک کړو.»
ښاغلي عمري دغه راز د ازبکستان پلاوي ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کاري برخو په اړه معلومات وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې د اصلاح شويو کرنیزو تخمونو او د خوراکي تخمونو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي. «موږ د غلې دانې په برخه کې دوه ډوله تخمونو ته اړتیا لرو، چې یو یې د کرنې او د هېواد د غلو دانو د کیفیت او کمیت د لوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه دي او بل ډول یې غلې دانې دي، چې د خوراکي توکو لپاره کارول کېږي. موږ هلې ځلې کوو، چې په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږو په دې برخه کې ستاسو همکاري غواړو، البته د افغانستان پر ځان بسیاینه د دواړو هېوادونو په ګټه ده.»
په ورته وخت کې د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف له افغانستان سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې همکارۍ ته د خپل هېواد د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:«موږ چمتو یو چې د کرنې په بېلابېلو برخو کې له تاسو سره همکاري وکړو، په ځانګړي ډول اصلاح شوي غنم، موږ په خپل هېواد کې د غنمو بېلابېل ډولونه لرو چې ستاسو د هېواد له خاورې او اوبو سره مطابقت لري او که تاسو وغواړئ، نو ستاسو هېواد ته پلاوي ليږو، چې د بيلابيلو اصلاح شویو تخمونو د ډولونو په اړه  خبرې اترې وکړې.»
د ازبکستان استازی د وریجو د کښت په برخه کې د همکارۍ په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:ز«موږ د خپل هېواد په پنځو ولایتونو کې د وریجو کرکېله کوو او په دې برخه کې کافي تجربه لرو، که تاسو وغواړئ، موږ په دې برخه کې هم همکارۍ ته چمتو یو.»
په همدې حال کې د ازبکستان د اوبولګولو وزارت لومړی مرستیال عظیم جان نظروف هم د اوبولګولو او انرژۍ د څېړنې او تولید په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ په خپل هېواد کې د اوبولګولو په برخه کې کافي تجربه لرو، که تاسو اجازه راکړئ، د قوش تیپې د کانال د کارونو په پرمختګ کې له تاسو سره همکاري کولی شو او که تاسو وغواړئ، موږ چمتو یو چې د افغانستان د خاورې د څېړنې لپاره خپل متخصصین  ولېږو، چې د افغانستان د خاورې په اړه څېړنې وکړي، چې کوم محصول په کې ښه وده کوي. موږ دا هم ولیدل چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ پر پوله ځمکه مالګینه شوې ده او موږ کولای شو په دې برخه کې هم له تاسو سره همکاري وکړو او هیله لرو چې دا همکاري به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ازبکستان هېواد له همکاریو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
ټاکل شوې، چې دواړه لوري او د دوی تخنیکي استازي په نږدې راتلونکي کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو د پراخولو په موخه یو ځل بیا سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

دیدار رهبری وزارت زراعت با هیئت بلند رتبه کشور ازبکستان 
۵ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان با یک هیئت بلند رتبه کشور ازبکستان که به افغانستان آمده دیدار کرده و پیرامون تقویت روابط دو کشور در بخش زراعت صحبت کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با حضور داشت مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی و مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با هیئت بلند رتبه کشور ازبکستان متشکل از عصمت الله  ارگاشیف نماینده ویژه کشور ازبکستان، عظیم جان نظروف معاون اول وزارت آبیاری کشور ازبکستان، یادگارخواجه شادمانوف سفیر کشور ازبکستان در افغانستان و همراهانشان دیدار کردند.
در این دیدار دو طرف پیرامون تقویت روابط و همکاری‌ها در بخش زراعت، آبیاری، مالداری و حل مشکلات سرمایه گذاران دو کشور بحث و گفتگو نمودند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار افغانستان و ازبکستان متاثر از یک دیگر دانسته افزود" وزارت زراعت مسوولیت تامین مواد غذایی یک کشور را به عهد دارد و افغانستان و ازبکستان دو کشور همسایه هستند که در دو طرف دریا موقعیت دارند و مشکلی که بالای یک کشور بیاید بالای کشور همسایه نیز تاثیر دارد و اگر در افغانستان گرسنگی و قحطی بیاید در کشور ازبکستان نیز تاثیر می گذارد پس بیاید با هم و در کنار هم جلو مشکلاتی که دو کشور در بخش زراعت، آبیاری و مالداری به آن مواجه هستند را با هم بگیریم و تجارب خویش را با یک دیگر شریک نمایم".
آقای عمری همچنان پیرامون بخش‌های کاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای هیئت ازبکستان معلوما ارایه کرده و از آنها خواست تا در بخش تخم‌های اصلاح شده بذری و تخم خوراکه با مردم افغانستان همکاری نمایند" ما در بخش غله جات به دو نوع تخم ضرورت داریم که یک نوع آن تخم اصلاح شده بذری جهت کشت و بلند بردن کیفیت و کمیت تولید غله جات کشور می‌باشد و نوع دیگر آن غله جات مصرفی جهت خوراک است که ما در این راستا تلاش داریم که به خودکفایی برسیم و در این بخش همکاری شما را خواهانیم البته که خودکفایی افغانستان به نفع هردو کشور است".
در همین حال عصمت الله  ارگاشیف نماینده ویژه کشور ازبکستان از آماده‌گی کشورش به منظور همکاری در بخش‌های زراعت، آبیاری و مالداری سخن زده افزود" ما آماده هستیم که در بخش‌های مختلف زراعت با شما همکاری نماییم خصوصا گندم اصلاح شده که ما در کشور خود انواع مختلف گندم داریم که با خاک و آب کشور شما مطابقت دارد و اگر شما خواسته باشید ما می‌توانیم هیئت های را به کشور شما روان می کنیم تا در مورد انواع تخم‌های اصلاح شده بحث و گفتگو نمایند".
نماینده کشور ازبکستان از همکاری در بخش کشت و پرورش برنج نیز خبرداده علاوه کرد" ما در کشور خود در پنج ولایت خود برنج را کشت و برداشت می کنیم که در این بخش تجربه کافی داریم  که اگر شما خواسته باشید ما آماده همکاری در این بخش نیز می‌باشیم".
در همین حال عظیم جان نظروف معاون اول وزارت آبیاری کشور ازبکستان نیز از تعهد کشورش جهت همکاری در بخش آبیاری و تحقیق و تولید انرژی سخن زده افزود" ما در کشور خود در بخش آبیاری تجربه کافی داریم و اگر شما اجازه دهید ما می‌توانیم در بخش بیش‌برد کار کانال قوش تیپه با شما همکاری نماییم و همینگونه اگر شما خواسته باشید ما آماده هستیم که متخصصین خود را روان کنیم تا در مورد خاک افغانستان تحقیق نمایند که کدام محصول در آن بهتر رشد می‌کند و همچنان ما مشاهده کردیم که در مرز میان افغانستان و ازبکستان زمین‌ها نمکی شده و ما می توانیم در آن بخش نیز با شما همکاری نماییم و امیدوار هستیم که این همکاری ها باعث تقویت روابط دو کشور گردد". 
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت نیز از تعهد همکاری کشور ازبکستان اظهار قدردانی کرده و از آنها خواست تا در جهت رشد دهی زراعت و مالداری افغانستان در بخش‌های مختلف همکاری نمایند.
قرار است دو طرف  و نماینده گان تخنیکی شان به منظور گسترش همکاری ها در بخش زراعت و مالداری در آینده نزدیک دوباره دیدار و گفت‌گو نمایند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت