د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر له چارسمبال سره وکتل
![د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر له چارسمبال سره وکتل](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2023-12/img-20231227-wa0197.jpg)
۶ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له مرستیال او چارسمبال محمد خاطر زید او ددې ادارې د بشري سرچینو رییس مایس محلا سره وکتل.
دغه کتنه چې د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په دفتر کې ترسره شوه، دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سږ کال د پلي شویو فعالیتونو او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مرستیال او چارسمبال محمد خاطر زید د راتلونکي کال لپاره د یادې ادارې د فعالیتونو او پلانونو د تطبیق په اړه معلومات وړاندې کړل او بزګرانو او مالدارانو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار ددې ادارې د راتلونکي کال په پلان کې د ځآی پرځآیولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نظریاتو د شریکولو غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، د اوچا موخه له اړمنو کورنیو سره مرسته کول دي، چې د خوړو خوندیتوب ته لاس رسی ولري او د خوراکي توکو او د استوګنې ستونزې یې راکمې کړي. د کرنې وزارت د مشرتابه نظرونه کولی شي د اوچا د مرستندویو هیوادونو په قانع کولو کې مرسته وکړي ترڅو دوی ددې هېواد خلکو ته لا ډېرې پیسې ځانګړې کړي.»
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د اوچا دفتر له تېرو همکاریو مننه وکړه او د دوی راتلونکي پلانونه یې وستایل او ویې ویل: «موږ د افغانستان له خلکو سره ستاسو د خواخوږۍ او همدردۍ له امله مننه کوو، زموږ خلک د لا زیاتو مرستو مستحق دي. ځکه څو لسیزه کېږي، چې دلته اوضاع مناسب نه دی او د بهرنیانو یرغل خلکو ته ډېر زیانونه اړولي، دا ځپل شوې خلک لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري، موږ د هرې ادارې او مؤسسې ملاتړ کوو، چې له بزګرو او مالدارو کورنیو سره مرسته کوي، موږ تل ویلي او یو ځل بیا ټینګار کوم، چې د پروژو په پلي کولو کې دوه اساسي مسایل، روڼټیا او اغېزمنتوب د امارت لومړیتوبونه دي هر ډول فعالیت چې د دې دوو اصولو پر بنسټ وي، وزارت یې په ورين تندي هرکلی کوي.»
دغه راز د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې کتنه کې پر کرنه د وچکالۍ د اغیزو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د افغانستان بزګران او مالداران له وچکالۍ، د اقلیم د بدلون او د اوبو له کمښت څخه زیات زیانمن شوي دي، اوچا باید په خپل پلان کې یادو برخو ته هم پاملرنه وکړي.»
دغه راز په دې کتنه کې د پروژو په پلي کولو کې د همغږۍ، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصاد د ښه والي او د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم خبرې وشوې.
دیدار معین زراعت و مالداری با سرپرست دفتر هماهنگی امور بشردوستانه سازمان ملل متحد
۶ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با محمد خاطر زید معاون و سرپرست دفتر هماهنگی امور بشردوستانه سازمان ملل متحد (اوچا) و مایس محلا رئیس منابع بشری این سازمان دیدار کرد.
این دیدار در دفتر معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت انجام شد که دو جانب پیرامون فعالیتهای تطبیق شده امسال و برنامههای سال آینده در بخش زراعت و مالداری صحبت نمودند.
محمد خاطر زید معاون و سرپرست اوچا در مورد تطبیق فعالیتهای و پلانهای سال آینده نهاد متذکره معلومات ارائه نموده و خواستار شریک سازی نظریات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف گنجانیدن در پلان سال آینده اوچا جهت کمک بهتر به دهقانان و مالدارن کشور شد.
وی افزود " هدف اوچا رساندن کمک به فامیلهای نیازمند میباشد که بتوانند به مصوونیت غذایی دسترسی داشتهباشند و مشکلات شان از ناحیه خوراک و محل بود و باش کاهش یابد، نظریات رهبری وزارت زراعت میتواند در قانع ساختن کشورهای تمویل کننده اوچا را کمک کند تا آنها پول بیشتر به مردم این ملک اختصاص دهند".
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری از همکاریهای گذشته دفتر اوچا اظهار سپاسگزاری نمود و از پلانهای آینده آنها استقبال نمود:" از احساس و همدردی شما به مردم افغانستان قدردانی میکنیم، مردم ما مستحق کمک بیشتر است، چون چندین دهه اوضاع نابسامان و تجاوز بیگانهها به مردم زیاد ضرر رساندهاست، این ملک زخم خورده ضرورت به کمک و حمایت بیشتر دارد، از هر نهاد و موسسه ایکه برای خانواده دهقان و مالدار کمک میکند حمایت میکنیم، همیشه گفتیم و باز هم تاکید میکنیم که دو موضوع اساسی در اولویت امارت است، شفافیت و موثریت در تطبیق پروژهها، هر فعالیت که استوار به همین دو اصل باشد وزارت از آن با جبین گشاده استقبال میکند".
از سوی دیگر معین زراعت و مالداری از تاثیرات خشک سالی بر زراعت سخن زده افزود" دهقانان و مالداران افغانستان از ناحیه خشک سالی، تغییر اقلیم و کاهش آب بیشتر متضرر شدهاند اوچا باید پلانش را روی این موارد نیز متمرکز سازد".
همچان دراین مجلس روی هماهنگی در تطبیق پروژهها، بهبود اقتصاد مالدارن و دهقانان و همکاری متقابل وزارت زراعت و دفتر هماهنگی امور بشردوستانه سازمان ملل متحد اوچا صحبت گردید.