بګرام کې پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو د څارویو متوازن خوراکي توکي او درمل ووېشل شول

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۱۵:۲۰
بګرام کې پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو د څارویو متوازن خوراکي توکي او درمل ووېشل شول

۱۴ زمری ۱۳۹۸
د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د « CLAP » پروژې په همکارۍ د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو د څارویو متوازن خوراکي توکي او د دغو مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د پرازیت ضد درمل وېشلي دي

د پروان دکرنې ریاست وایي، چې په دې پروګرام کې پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو پنځه زره کیلو د څارویو متوازن خوراکي توکي او د څارویو د داخلي پرازیت ضد درمل وېشل شوي دي.
د څارویو دغه خوراکي توکي او درمل د پروان د کرنې ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د « CLAP » پروژې له خوا چمتو شوې ده ترڅو د څارویو د خوندیتابه کچه لوړه کړي. 
باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه یاد درمل وېشل او ترڅنګ یې متوازن خواړه له یوې خوا د څارویو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیسي او له بلې خوانه د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړوی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت