اروزګان کې پر یوشمېر بزګرانو او مالدارانو عصري توکي ووېشل شوې
۱۲ مرغومي ۱۳۹۸
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان پرمختیایي موسسې (ADA) په همکارۍ ددې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د نوي او عصري ټکنالوژیو د دودولو په پار پر ۴۵ بزګرانو او مالدارانو د بزګرۍ او مالدارۍ اړونده نوي او عصري ماشینرۍ وېشلي دي.
د اروزګان د کرنې ریاست وایي، چې دغه توکي په دې ولایت کې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او دودولو په پار پر دوی وېشل شوي دي.
له دغو توکو برخمن شوي بزګران او مالداران د کرنې وزارت څخه په مننې سره وویل، چې د یادو توکو په دودولو کې به هلې ځلې وکړي.