هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۹:۵۹
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي په لارښوونه د ګرمسېر ولسوالی په بېلابیلو سیمو کې د نوو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د غصب د مخنیوي په دې کمپاین کې، د یادي ولسوالی امنیه قومندانۍ او د کرنې ریاست مسئولینو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا نوي جوړېدونکي دیوالونه ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو په کلکه مخنیوی وشو.
د یادوني وړ ده، چې تر دې وړاندې هم هلمند کې د سلګونه جریبه ځمکي د غصب مخنیوی شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۸:۴۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د غني‌خېلو نوي ښاروال سره د همغږۍ او پرمختګ په‌پار ناسته وکړه

 ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائيوي رییس، سيد محمد نعيم (محمدي)، نن د خپل کار په دفتر کې د غني‌خېلو ښاروالۍ له نوي ښاروال، قاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

بازگشت