د ننګرهار کانال: د ترکاڼۍ  فابريکې د توکو مينه وال ډېر او د بهرینو هغو ځای یې نیولې 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۴:۲۴
د ننګرهار کانال: د ترکاڼۍ  فابريکې د توکو مينه وال ډېر او د بهرینو هغو ځای یې نیولې 

۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت مسوولین وايي، د کانال اړوند د ترکاڼۍ فابریکه د ۳۲کلن ځنډ وروسته بیا فعاله شوې، چې په دې فابریکه کې د جوړو شویو توکو مینه وال ډېر شوي او د بهرنیو هغو ځای یې نیولی دی.
د کانال د مسوولینو په خبره، د کانال د ترکاڼۍ فابریکه له ۳۲کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله شوه او تمه ده، چې د پخوا په څېر به تولیدات ولري او د هېواد ګڼو سیمو ته به خپل توکي ورسوي.
ياده فابريکه کابو دوه دېرش کاله وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمرخېلو سيمه کې په دوه شپيته جريبه ځمکه کې فعاله وه، چې په کې سلګونه کسان په کار بوخت وو او د هېواد د بېلابېلو سیمو له لرګيو څخه به په کې دروازې، څوکۍ، مېزونه، فرنيچرې او نور توکي جوړېدل؛ خو د کورنیو جګړو له امله یې فعاليت ودرېد.
د کانال مسوولین وايي، يادې فابريکې هغه مهال بېلابېل ډوله ماشينونه لرل، چې د اسيا په کچه يې نوم درلود؛ خو اوس يوځل بيا هڅه کيږي، چې د اوسني عصر سره سم مجهز ماشینونه پکې فعاله کړي او نمونه‌يي توکي جوړ کړي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل: «دا فابرېکه لا جوړولو ته اړتيا لري، پلان لرو چې دا ټولې اړتياوي يې پوره کړو  امکانات يې پراخه او شته ستونزې يې حل کړو.» 
د ترکاڼۍ فابرېکې د مسوول مدیر اغوذ باالله وزیرې په وینا ، د ننګرهارکانال شرکت رهبرۍ د پلان له مخې به دغه فابرېکه لا جوړه، اړتیاوی به يې پوره اوغني شي. نوموړی وايي، چې اوس مهال په دی فابرېکه کې مسلکي کسان په کار بوخت دي میزونه، کوچونه، چوکۍ، المارۍ، کوډ بندونه او د کانال د بېلابېلو امریتونو، او مدیریتونو کې شته د ترکاڼۍ د برخې ترمیمات او اړتیاوې پوره کوي.
د نوموړي په خبره : په دې فابرېکه کې درې سیټه جوړکوچونه يې تازه مرکز ته لیږلي، او ۳ سیټه کوچونه يې د مارکیټ او ددې صنعت سره د خلکو لېوالتیا زیاتولو په موخه ریاست مقام ته را انتقال کړي. 
د ننګرهار د کانال شرکت زرګونه جریبه ځمکه لري او زرګونه ونې هم لري، چې له دې وروسته به یې له لرګیو څخه په دغه فابریکه کې توکي جوړېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت