کندهار کې د پستې څه باندې دوه زره جریبه بڼونه جوړ شوي دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۱:۱۲
کندهار کې د پستې څه باندې دوه زره جریبه بڼونه جوړ شوي دي

۱۷ زمری ۱۳۹۸

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په تېرو درېوو کلونو کې په دې ولایت کې د پستې څه باندې دوه زره جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په راتلونکو څو کلونوکې د انارو، انګورو او انځرو ترڅنګ پسته به هم ددې ولایت د صادراتو په لست کې شامل شي.

په کندهار کې د پستې دوه زره جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړ شوي دي، چې یاد ولایت د تازه مېوو له ډلې انګور او انارو په برخه کې مخکښ ولایت دی. د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم هڅوی، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت