باميانو کې د کچالو ګل درېیمه جشنواره په لاره واچول شوه

mail-admin
سومین جشنواره‌ی گل کچالو در بامیان برگزار شد

۳ زمری ۱۳۹۸
د زرګونو کسانو په شتون کې د کچالو ګل درېيمه جشنواره د بامیانو په مرکز کې په لاره واچول شوه. په دې جشنواره کې د کرنې وزیر نصیر احمد درانی او ورسره مل پلاوی، د بامیانو والي محمدطاهر زهیر، سیمه ییز چارواکي، د مدني ټولنې استازو، بزګران، د کوپراټیفونو مسوولین، خبریالان، فرهنګیان او د بامیانو یوشمېر نور نارینه او ښځینه اوسیدونکو شتون درلود.
د باميانو والي محمد طاهر زهير د يادې جشنوارې پرانيستغونډې ته وينا کې وويل، چې د کچالو ګل جشنواره هم کلټوري او هم فوق العاده اقتصادي ارزښت لري. ښاغلی زهیر وویل: «دغه جشنواره ددې لامل کیږي، چې د بامیانو کچالو ته بازار مونده ووشي او خلکو ته د بامیانو کچالو ور وپېژني
ښاغلي زهیر وویل، چې په تېر کې د کچالو کرکېله د شرم او ننګ خبره وه، خو له نېکه مرغه کومې جشنوارې چې په لاره واچول شوې د کچالو اقتصادي ارزښت یې په ډاګه کړه. هغه وویل: «بزګران لا ډېر کرکېلي ته وهڅول شو او دوی ته د افتخار وړ تولید شو. کچالو کرکېلي ته د خلکو او بزګرانو پاملرنه زیاته شوې ده او له تېرو دوه یا درېوو کلونو را په دې خوا د کچالو کروندې او حاصلات هم ډېر شوي دي
د بامیانو والي وویل، چې د کرنې په برخه کې تر ټولو ډېرې پروژې د کچالو د کرکېلي او کاروبار د ودې په برخه کې پلي شوي دي، چې په بامیانو کې د کچالو د تولید د کچې د ډېروالي او د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي لامل شوي.
ښاغلي زهیر د کرنې له وزیر نصیر احمد درانی څخه د منني ترڅنګ چې، دهغه په خبره په تېرو دوو کلونو کې په بامیانو کې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې ډېره پاملرنه کړئ، وویل په تېرو دوو کلونو کې د کرنې په برخه کې پاملرنه زیاته شوې او د کرنیزو پروژو پلي کېدا ډېره شوې ده، د کرنیزو همکارو پروژو ترمنځ همغږي زیاته شوې ده. د بامیانو والي دغه راز په دې ولایت کې د لازیاتو کرنیزو پروژ د پلي کېدو غوښتونکی شو.
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په خپلو خبرو کې د کچالو ګل د جشنوارې په هکله د خبرو تر څنګ په دې جشنواره کې د هغو کړنو په هکله چې د بامیانو د کرنې په برخه کې ترسره شوي دي خبرې وکړې هغه وویل: «په روان کال کې بامیانو ولایت ته د کرنې وزارت بودیجه له
۲۲۰ میلیونه افغانیو څخه ۴۲۰ میلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده
د کرنې وزارت وویل ددې ترڅنګ چې، د کرنې وزارت له خوا د بامیانو ولایت د کرنې د پراختیا په پار ددې ولایت بودیجه
۲۰۰میلیونه افغانۍ زیاته شوې ده، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، چې د درېوو کلونو په ترڅ کې په ۱۰ ولایتونو کې پلي کیږي د بامیانو له ولایت څخه پلیږي.
ښاغلی درانی وویل، چې دغه پروژه د بزګرانو ستونزې هواروي او دوی ته مارکېټ پیدا کوي او تر
۲۰۲۱ ام کاله پورې کولای شي، چې پر کرنیزو محصولاتو تمرکز وکړي او ددې لامل شي، چې کرنیز محصولات ډېر شي. ددې پروژې له لارې په بامیانو کې پر هغو تولیداتو چې د عوایدو د زیاتوالي لامل کیږي، له ډلې کچالو د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له خوا پانګونې هم ډېریږي، دغه راز د کرنې وزارت ددې پروژې له لارې د کرنیزو محصولاتو سټنډرډ کولو، بازارموندنې او د سرټفیکيټ تر لاسه کولو په برخه کې کار کوی.
په تېر یوه کال کې د بامیانو په ولایت کې د بڼوالۍ او د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې او همداراز د طبیعي سرچینو د تنظیم او د اوبولګولو د پروژو د پلي کولو په برخه کې ډېر او ښه کارونه ترسره شوي دي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې اغېزمن دي.
د کرنې وزیر دغه راز وویل: «په روان کال کې دکرنې وزارت یو زر او
۷۰۰ بامیاني بزګرانو ته ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پور ورکوی، خو په راتلونکی کال کې هلې ځلې کوو، چې د کرنې د پراختیا د صندوق له لارې دوه زره بامیاني بزګرانو ته ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پور ورکړو، تر څو زموږ تولید ډېر او معیاري شي
د ولسمشر د کلټوري چارو ستر سلا کار شاه‌حسین مرتضوی هم د جمهوري ریاست په استازيتوب خبرې وکړې. ښاغلی مرتضوی وویل: «ولسمشر په تېرو پنځو کلونو کې د ولایتونو کورني وړتیا لوړولو ته ډېره پاملرنه وکړه، تر څو هغه پټې سرچینې او وړتیاوې چې په بېلابېلو ولایتونو کې دي تر لاسه یې کړي. له دې ډله کولای شو، چې جلغوزې، زعفران، کچالو، پستې، تالک او بادام ته اشاره وکړو، چې هر یوه یې په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې مهم ارزښت پیدا کړي دي.
ددغو ظرفیتونو کشف او پیدا کول ددې لامل شو، چې بزګرانو او خلکو ته د کار زمینې برابرې او عواید یې زیات شی.
د ولسمشر د کلټوري چارو ستر سلا کار شاه‌حسین مرتضوی هم د جمهوري ریاست په استازيتوب خبرې وکړې. ښاغلی مرتضوی وویل: «ولسمشر په تېرو پنځو کلونو کې د ولایتونو کورني وړتیا لوړولو ته ډېره پاملرنه وکړه، تر څو هغه پټې سرچینې او وړتیاوې چې په بېلابېلو ولایتونو کې دي تر لاسه یې کړي. له دې ډله کولای شو، چې جلغوزې، زعفران، کچالو، پستې، تالک او بادام ته اشاره وکړو، چې هر یوه یې په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې مهم ارزښت پیدا کړي دي.
ددغو ظرفیتونو کشف او پیدا کول ددې لامل شو، چې بزګرانو او خلکو ته د کار زمینې برابرې او عواید یې زیات شی.
ښاغلی مرتضوی زیاته کړه: «ځان بساینې ته د رسېدو په موخه پرته له دې، چې کورنیو سرچینو ته مخه کړو بله لار نه لرو. د اوبو مدیریت، د خاورې مدیریت، طبیعي سرچینې او پر یادو مواردو تمرکز ددې لامل کیږي ترڅو وکولای شو،چې د خپلو عوایدو لویه برخه له دغو لارو ترلاسه کړو
ښاغلی مرتضوی زیاته کړه، چې د بامیانو له کچالو څخه د کرنې وزارت د ملاتړ ترڅنګ، جمهوري ریاست هم د کچالو د بازارموندنې په هکله خبرې کړي دي، چې ان‌شاءالله ډېر ژر به په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.
د بامیانو د ولایتي شورا مشر سیدعلي هاشمي وویل، چې د کرنې پراختیا کولای شي، چې د خلکو ژوند ته بدلون ورکړي. ښاغلی هاشمي بامیانو لایت ته د ځانکړې پاملرنې په پار د کرنې له وزیر څخه مننه وکړه او دغه راز له ښاغلی درانی څخه یې غوښتنه وکړه، چې په بامیانو کې کرنې او بڼوالۍ ته ډېره پاملرنه ووشي تر څو ددې ولایت خلک د تولیداتو په ډېرولو او ښه عواید سره له بېوزلۍ وژغورل شي.
د بامیاني بزګرانو په استازیتوب سیدعبدالحمید خبرې کړې هغه وویل، چې په بامیانو کې بېلابېلي پروژې پلي شوي دي، د کچالو زېرمې جوړې شوي دي، کورني باغچې جوړې شوي، بزګرانو ته ددوی د اړتیا وړ پورونه ورکول کیږي، بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکول کیږي، کروندګور ته شنې خونې جوړې شوي دي، د اوبولګولو په برخه کې پروژې پلي شوي، چې دا ټول د بامیانو د کرنې په برخه کې د لوی بدلون لامل شوي دي. په ورته وخت کې: «ددغو لاسته راوړنو سره سره خو بیاهم بازارموندنه کمه ده، بزګران په ډېره ټېټه بیمه خپل کچالو خرڅوی، ددې ستونې د هوارولو په پار زه د کچالو کارانو د ټولنې د جوړولو غوښتنکی یم ترڅو له دې لارې حکومت د بامیانو کچالو وپېري
د بامیاني بزګرانو د استازي د خبرو په ځواب کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وویل: «تاڅو ټولنه جوړه کړئ، زه زمینه سازي کوم ترڅو د امنیتي ځواکونو د اړتیا وړ کچالو ستاسو له ټولنې څخه و پېرل شي
باید وویل شي، چې د کچال ګل درېیمه جشنواره له تېرو دوو کلونو څخه په لوی توپیر سره په تفریحي پروګرامونو د کچالو څخه د جوړوشویو خوړو په ننداره او د نویو برنامو په اعلام سره په لاره واچول شوه.