د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال د ناروې هېواد د رحمه خيريه بنسټ له رييس سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۸:۳۰
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال د ناروې هېواد د رحمه خيريه بنسټ له رييس سره وکتل

 د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدارعظم،  دخپل کار په دفتر کې د ناروې هېواد د رحمه خيريه بنسټ له رييس ښاغلی نورالدين او دياد بنسټ له مرستيال عبدالحميد سره وکتل.
په دې کتنه کې د ياد بنسټ چارواکو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خپلو همکاريو او کړنو په هکله د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍمرستيال ته معلومات وړاندې کړل.
دوی په خپلو خبرو کې وويل، دوی چمتو دي چې د افغانستان مسلمان ولس سره د کارموندنې او نورو برخو کې مرستې او همکارۍ وکړي.
د ياد بنسټ رييس نورالدین وويل:"د افغانستان مؤمن ولس سره خاص د خدای "ج" د رضا په خاطر غواړو چې خدمت وکړو افغان رنځېدلې ولس سره د کار زمينې برابرولو په برخه کې کار کولو ته چمتو يو، غواړو چې د چرګانو روزنې په برخه کې فعاليت وکړو".
د ياد بنسټ چارواکو د کرنې وزارت څخه د اسانتياوو برابرولو غوښتونکي شول.
وروسته د کرنې وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدارعظم خبرې وکړې. ښاغلی صدر اعظم د ياد بنسټ چارواکو ته ډاډ ورکړ چې په ټوله کې اسلامي امارت او په ځانکړې توګه دکرنې وزارت ددې بنسټ ټولې اړتياوې او اسانتياوې برابروي.
ښاغلی صدراعظم وويل:"په تېر څولسيزه انقلاب کې زموږ هېوادوال ډېر زيانمن شوي دي، دوی ملاتړ او همکارۍ ته اړتيا لري، تاسوته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې کومه ستونزه نشته، امارت د افغانستان په ټول جغرافيا باندې حاکم دی، دغه راز ستاسو له پاکو احساساتو او ابتکار څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې زموږ د هېواد د بېوزلو او يوشمېر نورو مسلمانو هېوادونو د بېوزلو لاس نيوی کړئ او کوی يې، دا د خدای "ج" او زموږ د پیغمبر امر دی، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر مسلمان له بل مسلمان سره همکاري وکړي".
ياد بنسټ د فلسطين او سودان په هېوادونو کې هم بېوزله او بې بضاعته خلکو سره همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت