د ځنګلونو قاچاق او غير قانوني پرېکېدو د مخنيوي په پار خوست ته د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۸ - ۱۴:۲۰
سفر معین آبیاری و منابع طبیعی به خوست به منظور جلوگیری از قطع غیر قانونی و قاچاق جنگلات


۸ ليندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش
۲۳ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس‌الدین شریعتي، خوست ولايت  ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت سيمه ييزو چارواکو ته د ځنګلونو د غيرقانوني پرېکېدو او قاچاق طرحه توضيح کړه.
 په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولايت امنيه قومندان مولوی محبوب شاه قانت، د خوست مرستيال والي
 مولوی محمد انور کوچی، د خوست د استخباراتو رئيس مولوی طوفان، د ماليې وزارت د ګمرکاتو مرستيال مولوی ساجد الله خبیر، د استخباراتو لوی رياست، کورنيو چارو وزارت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت استازو او د خوست ولايت ولسوالان حضور درلود.
په پيل کې د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال د يو هېواد د اقتصادي پياوړتيا په پار دکرنې، سوداګرۍ او صنعت د ونډې پر اهميت خبرې وکړې او د ځنګلونو د ارزښت په اړه يې مالومات وړاندې کړه او وروسته حاضرينو ته طرحه تشريح کړه.
ښاغلی شريعتي وويل:"ځنګلونه د هرهېواد د ارزښت وړ او سيمه ييزه پانګه ده، دکرنې وزارت د ځنګلونو ساتنې، بيارغونې او نويو ځنګلونو  احداث ته ژمن دی، په همدې موخه کابينه پرېکړه وکړه، چې پر دې موضوع بايد کار وشي او دا طرحه دې جوړه شي".
په دې ناسته کې د خوست ولايت يوشمېر سيمه ييزو چارواکو هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د ځنګلونو ساتنې په پار ځانونه مکلف او ژمن بولي او د خلکو په همکارۍ د ځنګلونو د پرېکېدو او قاچاق مخه نيسي.
په پای کې پرې کړه وشوه، چې د اسلامي امارت د مسؤلو اداراتو ګډه کمېټه دې جوړه او په ټاکلې وخت کې دې دلرګيو لېږد وارزوي او وروسته د لرګيو د قاچاق مخه ونيول شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو. . .

بازگشت