دکرنې سرپرست وزیر د حبیب حسام د چرګانو پالنې شرکت څخه لیدنه وکړه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۵:۲۲
دکرنې سرپرست وزیر د حبیب حسام د چرګانو پالنې شرکت څخه لیدنه وکړه


۳۰ لړم ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد او د یاد وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی شمس الدین شریعتي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د حبیب حسام د چرګانو دانې د تولید لړۍ او د چرګانو پالنې فارم څخه لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت چارواکو د یاد فارم له چارواکو سره د چرګانو غوښې، دانې او هګیو تولید په برخه کې د افغانستان د ځان بسیانې په لور د تګ په پار مفصلې خبرې وکړې.
د یاد شرکت چارواکو د کرنې سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ته وویل، چې یاد فارم د ورځې ۱۳۰ زره هګۍ او د چرګانو پنځه زره بوجۍ دانې تولیدوی او داسې زمینو برابرولو ته اړتیا لري، چې حکومت یې د تامینولو په صورت کې کولی شي، چې  ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو د زمینې برابرولو په برخه کې اغېزمنې کړنې ترسره کړي. 
د حبیب حسام شرکت په هېواد کې د هګیو، چرګوړو او چرګانو دانې ستر تولیدوونکی شرکت دی، چې د ننګرهار په ولایت کې موقعیت لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت