زابل کې له یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه
۸ /تله/۱۴۰۰ هـ.ق
۲۰/صفرالمظفر/ ۱۴۴۳ هـ.ق
د ا.ا.ا د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز قلات او شهرصفا ولسوالۍ پر یوشمېر ځایي مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره د څارویو یاد خوراکي توکي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مرسته د مرکز قلات په ۸۷۰ کوچیانو او ځآیي مالدارانو او د شهر صفا ولسوالۍ په یوزر او ۱۸۵ ځايي مالدارانو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د مالدارۍ پراختیا او د بېوزله مالدارانو ملاتړ دی.