احتمالي وچکالي او زموږ مسوولیت
له بده مرغه روان ژمی کافي واوره او باران ونشو. په کابل کې، چې ونې په پسرلي کې ګل کېدې، نږدې دوه اوونۍ وړاندې (د سلواغې په پای کې) د بادام ونې ګل شوې او پسرلی پیل شو. په دې تفاوت سره: کوم پسرلی، چې ژمی یې په کافي اندازه واوره او ورښتونه ونه لري، ډېرخوندور او سمسور پسرلی نه دی او کومه زېری هم نه لري.
له بده مرغه سږکال افغانستان، چې د اقلیمي بدلونونو له وجې له زیانمنو هېوادنو څخه دی، ددې شونتیا ډېر دی، چې له وچکالۍ سره مخ شي. په خواشینۍ سره چې اقلیمي بدلونونه ډېره ناوخته خبر ورکوي، چې له بده مرغه په لنډمهال کې یې له پېښېدو د مخنیوي لارې چارې شتون نه لري.
هغه هېوادونه چې کرنیزې دي وچکالي یې اقتصاد او طبیعي سرچینو ته ډېر زیاد زیانونه رسوي. د واورې او باران د ورېدو ټیټه کچه او وچ ژمی د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټیټېدا لامل کېږي. د واورې او بارانونو کموالی، د للمي کرنیزو حاصلاتو د کچې د ټیټیدا او د سیندونو د اوبو د کچې د کموالي له امله د وریجو د تولید د کچې د ټیټېدا لام کېږي، چې د ټولو د جدي اندېښنې لامل هم کېدای شي. په ۱۳۹۷یم کال کې هم افغانستان له وچکالۍ سره مخ شوې وه. په یاد کال کې لا ډېره روښانه شوه، چې انسانانو او څارویو لپاره د خوراکي توکو او اوبو د کموالي ترڅنګ مالدارۍ، حیوانات او لبنیات هم هغه برخې دي، چې د وچکالۍ له امله ډېرو زیانونو سره مخ کېږي. د کرنې وزارت په ۱۳۹۷یم کال کې د نورو تابیاوو ترڅنګ د یوشمېر پروژو په تعدیل سره دمالدارانو د ملاتړ په پار مټې ونغاړلې او هڅه یې وکړه، چې د هېواد د مالدارۍ صنعت وژغوري.
د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې همکارو بنسټونو سږکال هم هلې ځلې کوي تر څو وتوانېږي، چې د احتمالي وچکالۍ منفي اغېزې له منځه یوسي.
په دې وروستیو کې د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» مشرې سره وکتل او له هغې یې وغوښتل چې، د وچکالۍ له زیانمنو او ړمنو سره د مرستو د رسېدنې په برخه کې مرستې او همکارۍ وکړي.
د وچکالۍ زیانونو سره د مبارزې په پار د برنامو او پلانونو جوړول د کرنې وزارت د کار اصلي محورونه دي او یاد وزارت غواړي، چې احتمالي زیانونو ته په کتو او د ۱۳۹۷یم کال تجربې ته په کتو د وچکالۍ د مهارولو په پار اغېزناکې کړنې تر سره کړي.
بل خوا، د مسوولیت بله برخه د هېواد د ټولو هېوادوالو پر غاړه ده. لکه څنګه چې د واورې او باران د ورېدو په وخت موږ ټول هېوادوال مسوولیت لرو، چې په خپلو حویلیو او اړوندو سیمو کې د باران او واورې د اوبو د ټولېدو په پار غوچوړې وباسو ترڅو د اوبو په جذب سره د ځمکې لاندې اوبو پیاوړی شي، په همدې توګه زموږ دنده دا هم ده، کله چې وچکالۍ رامنځته کېږي، د اوبو د مصرف کچه باید دپام وړ ټیټ کړو. کومې اوبه چې په وچو کلونو کې مصرفېږي، په دې مانا چې د ځمکې له زړه څخه اوبو مصرفوو. هغه زړه چې هره لحظه ددې شونتیا شته، چې وینې یې خلاصې شي او ودرېږي او موږ هم اړ شو، چې ورسره د خپل ژوند چرخه ودروو. په ټول هېواد کې زموږ د ټولو مسوولیت دا دی، چې د ولسمشر محمداشرف غني په څېر اوبه خپله آبرو وګڼو او یوه څاڅکه یې هم بې زایه مصرف نه کړو.
په سترو ښارونو لکه کابل، هرات، کندهار او ننګرهار کې دا اندېښنه په پراخه کچه شتون لري او د یادو ښارونو په یوشمېر سیمو کې به ډېرژر د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې وچې او موږ به د ځمکې په سر تږې پاتې شو.
په همدې موخه، اړینه خبره داده، چې د وچکالۍ د رامنځته کېدو په صورت کې اړمنو ته د رسېدنې ترڅنګ له بېوزلو او نادارو کورنیو سره خپله ډوډۍ تقسیم کړو او له ځمکې او زموږ د ژوند له رېښو سره رحم وکړو او د اوبو یوه څاڅکه هم ضایع نه کړو.