د لوېدیځ زون پر بزګرانو د پستې څه باندې ۲۷ زره نیالګي ووېشل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۴:۱۲

۱۱ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه «NHLP» د هرات او بادغیس ولایتونو پر پسته کارو بڼوالو د پستې ۲۷ زره او ۵۰۰ نیالګي ووېشل.
دغه نیالګي پر هغو بڼوالو وېشل شوي، چې تر دې مخکې د یادې پروژې د کارکوونکو له خوا سروې شوي ول.
ددغو نیالګیو له ډلې په بادغیس ولایت کې ۱۱ زره او په هرات ولایت کې ۱۶ زره او ۵۰۰ نیاګلي وېشل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوي سږ د پستې د هغو بڼونو ۶۱ زره او ۲۵۰ نیالګي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا جوړ شوي دي پیوند شي او بڼوالو ته د تخنیکي سلا مشورو ورکولو ترڅنګ پر دوی سیمي جالۍ او همداراز د اوبو ټانکر او د اوبولګولو په پار پایپونه هم ووېشل شي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه د هېواد په لوېدیځ زون کې له ۲۰۱۴ ام کال را په دې خوا څه باندې پنځه زره جریبه د پستې بڼونه جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

بلخ ولسوالی کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه یوشمېر څاروي واکسین شوه

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د بلخ د مسلکي پارا وټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چین هېواد له پلاوي سره وکتل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني، د چین د سفارت له اقتصادي او سوداګریز سلاکار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۲۹
Background image

میدان وردګو کې د معیاري سړې خونې رغنیزې چارې وارزول شوې

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب او بازار موندنې په برخه کې د خپلو هڅو په دوام، د میدان وردګ ولایت په مرکز. . .

بازگشت