زابل کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د اړوندو پروژو چارې په بشپړېدودي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۴:۳۰
زابل کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د اړوندو پروژو چارې په بشپړېدودي


۲۳ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په زابل کې د څه باندې ۷۹ میلونه افغانیو په لګښت د ۲۰۲ پروژو چارې نږدې څلور میاشتې وړاندې پیل کړي دي، چې تر راتلوونکو دوو اوونیو پورې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دغو پروژو کې ۲۰۰ ممیزخونې او د مڼو دوه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې څه باندې ۷۵ سلنه بشپړ شوي دي. ددغو پروژو لس سلنه لګښت برخمن شوي بڼوال ورکوي.
هر یوه ممیزخونه ۱۶ مټریک ټنهاو د مڼو هره سړه خونه ۱۰ مټریک ټنه وړتیا لري او ټاکل شوې، چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د هېواد په کچه زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او د مېوو صفر انرژۍ سړې خونې جوړي، چې موخه یې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلات خوندیتوب او مدیریت دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت