د یوې کانال په بیارغولو سره، د قادس په ولسوالۍ کې ۲۷۰ جریبه ځمکه خړوبه شوه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۷:۱۷
بادغیس
۲۹ وږی ۱۳۹۹
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د قادس په ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې کانال په بیارغولو سره، ۲۷۰ جریبه ځمکه د خړوبولو تر اغېزمن پوښښ لاندې راوستل شو.
د اوبولګولو یاد کانال د ۱۶۵ متر اوږدوالی او ۸۰ سانټي مټر لوړوالي سره د «قادس خردک» په کلي کې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې بیارغول شوې ده.
د یاد کانال رغول د اوبو د کمۍ او د اوبو د وېش ستونزې هوارې کړي او له دې پروژې څخه ۷۱۱ کورنۍ برخمن شوي دي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۲:۵۹
Background image

لغمان کې د سویابینو ۲۰ننداريزې کروندې جوړېږي

۱۷چنګاښ ۱۴۰۰
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولايت کې د سويابينو د کرکېلي پراختيا او ترويج په پار د سويابينو ۲۰ننداريزې کروندې جوړوي.
دلغمان دکرنې رييس انجنير محمد جميل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۲:۵۰
Background image

د ځنځيري ارزښت پراښتيا له لارې د ښځو پياوړتيا ملي برنامې دطرحې پر غني کولو خبرې وشوې

۱۷چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال او د ښځو چارو وزارت، د ښځو د سوداګرۍخونې، د افغاتستان د ښځو شبکه او د کروندګرو مېرمنو ټولنې استازو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۶:۳۴
Background image

جوزجان کې په ۳۷۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو توکي ووېشل شوې

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د جوزجان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په ۳۷۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو اړونده توکو کڅوړې وېشلي دي.
دغه کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې یې د. . .

بازگشت