کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین په رسمي ډول پیل شو.

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
په دې مراسمو کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرشید منیب، د کندهار ښاروال الحاج مولوي عبدالله روحاني، د عدلیې رییس شیخ مولوي عبدلوارث سعادت، د مستوفیت، امنیه قوماندانۍ، د قومونو او قبایلو ریاست استازو، د کرنې ریاست آمرینو، مدیرانو، کارکوونکو او ګڼ شمېر ښاریانو ګډون کړی و.
د غونډې پر مهال د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت استازي حامد سعادت وویل، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په ترڅ کې به په کندهار کې ټولټال ۴۵۵ زره او ۵۴۵ میوه لرونکي او ۹۰ زره او ۵۰۰ غیر میوه لرونکي نیالګي کېنول شي. د ده په وینا، دغه نیالګي به د امارتي فارمونو، خصوصي قوریه لرونکو او عامو خلکو له لوري په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نیالګیو کېنول نه یوازې د چاپېریال د ساتنې او د هوا د ککړتیا د کمولو لامل ګرځي، بلکې د ښارونو ښکلا زیاتوي او د انسانانو روحي سکون ته هم ګټه رسوي.
په ورته وخت کې یو شمېر ښاریانو هم د دې نوښت هرکلی وکړ او ویې ویل، چې نیالګي د سالم چاپېریال بنسټ جوړوي. دوی غوښتنه وکړه، څو د نیالګیو تر کېنولو وروسته یې د ساتنې او پالنې ته هم جدي پاملرنه وشي، ترڅو یاد بوټي په سالم ډول وده وکړي او پایدارې پایلې ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې په کندهار کې د راتلونکو کلونو لپاره هم چمتووالی نیول شوی او سږ کال په دوو جلا فارمونو کې نوي قوریې جوړې شوې دي، څو په راتلونکو کلونو کې د نیالګیو اړتیا له همدې ځایه پوره او د زرغونتیا بهیر لا پیاوړی شي.
د چاپېریال ساتنه، د طبیعي سرچینو پیاوړتیا او د شنو سیمو پراختیا د کرنې وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. په همدې موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هر کال د پسرلي له رارسېدو سره سم د نیالګیو کېنولو پراخ کمپاینونه پلي کوي، څو د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې راکمې، هوا پاکه او ښاري او کلیوالي سیمې زرغونې شي.


آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار
۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید منیب رئیس زراعت کندهار، مولوی عبدالله روحانی شاروال کندهار، مولوی عبدلوارث سعادت رئیس عدلیه، نمایندگان مستوفیت، قوماندانی امنیه، ریاست اقوام و قبایل، آمرین، مدیران و کارمندان ریاست زراعت و شماری از باشندگان شهر اشتراک داشتند.
در جریان برنامه، نماینده آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت کندهار اظهار داشت که در سال ۱۴۰۵ هـ.ش، در مجموع ۴۵۵ هزار و ۵۴۵ اصله نهال مثمر و ۹۰ هزار و ۵۰۰ اصله نهال غیرمثمر در این ولایت غرس خواهد شد. به گفته وی، این نهال‌ها از سوی فارم‌های امارتی، قوریه‌داران خصوصی و مردم در مناطق مختلف غرس می‌گردد.
وی افزود که نهال‌شانی افزون بر حفاظت از محیط زیست و کاهش آلودگی هوا، در زیباسازی شهرها نیز نقش مهم داشته و به بهبود وضعیت روحی شهروندان کمک می‌کند.
در همین حال، شماری از باشندگان کندهار از این اقدام استقبال کرده و تأکید نمودند که نهال‌ها اساس یک محیط سالم را تشکیل می‌دهند. آنان خواستار توجه جدی به نگهداری و مراقبت از نهال‌ها پس از غرس شدند تا نتایج پایدار به‌دست آید.
قابل ذکر است که برای سال‌های آینده نیز آمادگی‌ها در کندهار اتخاذ شده و در سال جاری دو قوریه جدید ایجاد گردیده است تا نیازمندی‌های آینده نهال‌ها از همین منابع تأمین و روند سرسبزی تقویت گردد.
حفاظت از محیط زیست، تقویت منابع طبیعی و گسترش ساحات سبز از اولویت‌های اساسی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌شمار می‌رود و به همین منظور، همه‌ساله با فرا رسیدن فصل بهار، کمپاین‌های گسترده نهال‌شانی در سطح کشور تطبیق می‌گردد تا از اثرات منفی تغییرات اقلیمی کاسته شده و محیط زیست بهبود یابد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت