لغمان کې د یوې پروژې له لارې ۲۷۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۳
لغمان کې د یوې پروژې له لارې ۲۷۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې له لارې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ پروژه، چې ټول ارزښت یې ۶۲۲ زره افغانۍ ده، دقرغیو ولسوالۍ لوګرلام سیمه کې عملاً پیل شوه.
د یادې پروژې د پرانېستې مراسم د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، دقرغیو ولسوال قاري حضرت ګلاب عاصم، دقرغیو دکرنیزو چارو لوی مدیر انجینرظابط آمرخیل، د قدرتي سرچینو آمریت داوبولګولو د سیستمونود نویو تکنالوژیو درواجولو عمومي مدیرمحمدشاکرحمیدي، د ریاست تخنیکي انجینرانو او د کرنې وزارت د راغلي پلاوي په حضور کې  ترسره شوه.
یاده  پروژه د قرغیو ولسوالی د لوګرلام سیمه کې پلي کېږي. د دې پروژې له لارې به نوموړې سیمې ۱۰۰۰متره دجبه زارو ځمکو د وچولو کانال جوړ او ددې کانال په ایستلو سره به ۲۵۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د زهکشۍ له لارې اصلاح شي.
 د پرانیستې پرمهال دلغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستارمحمد وویل: «زهکشي د ځمکو د اصلاح یوه مهمه تخنیکي عملیه ده، په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې ځمکې  جبه‌زاره وي، د اوبو سطحه پکې لوړه وي او د شولو د کر پرته د غنمو او نورو نباتاتو د کر لپاره مناسبه نه وي.» ښاغلي محمد زیاته کړه، چې د زهکشۍ په ترسره کېدو سره له جبه‌زاره ځمکو نه اضافي اوبه ایستل کېږي او داسې ځمکې د نورو کرنیزو بوټو د کر لپاره چمتو کېږي.


اصلاح ۲۷۰ جریبه زمین جبه‌زار در لغمان از طریق یک پروژه زهکشی
۷ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان از طریق بودجه اختصاصی، پروژه زهکشی زمین‌های زراعتی تحت پوشش ریاست زراعت لغمان را در ولسوالی قرغیو، منطقه لوګرلام، آغاز کرد. ارزش کل این پروژه ۶۲۲ هزار افغانی برآورد شده است.
مراسم افتتاح این پروژه با حضور مولوی عبدالستار محمد، رییس زراعت لغمان، قاری حضرت گل‌اب عاصم، ولسوال قرغیو، انجینر ظابط آمرخیل، لوی مدیر امور زراعتی قرغیو، محمد شاکر حمیدی، مدیر عمومی استفاده از تکنالوژی‌های نوین سیستم‌های آب‌رسانی، مهندسان فنی ریاست زراعت و هیأت وزارت زراعت برگزار گردید.
این پروژه در منطقه لوگرلام ولسوالی قرغیو تطبیق می‌شود و شامل ساخت کانال زهکشی به طول ۱۰۰۰ متر برای زمین‌های جبه‌زار است. از طریق این کانال، حدود ۲۵۰ جریبه زمین جبه‌زار اصلاح شده و برای کشت سایر محصولات زراعتی آماده خواهد شد.
مولوی عبدالستار محمد، رییس زراعت لغمان، در جریان افتتاح پروژه گفت: «زهکشی یک اقدام فنی مهم برای اصلاح زمین‌های جبه‌زار است که در مناطقی انجام می‌شود که سطح آب در آن بالا باشد و زمین برای کشت گندم و سایر نباتات مناسب نباشد.» وی افزود: «با اجرای زهکشی، آب اضافی از زمین‌های جبه‌زار خارج می‌شود و این زمین‌ها برای کشت محصولات زراعتی دیگر آماده می‌گردند.»

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۵۲
Background image

کندهار کې یوشمېر بڼوالو ته ننداریز بڼونه جوړ شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ مؤسسې «آراوپي» په تخنیکي همکارۍ د کندهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

ننګرهار کې ١٧٨ مالدارانو ته حیواني خوراکه ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د نه انلوس مؤسسې له لورې په سره رود، دره نور، بهسود او کامي ولسوالیو کې مالدارانو ته حیواني خوراکه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د روزګان په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو جوړولو پروژه پیل شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کلیو د بیارغونې ادارې «آرآراې‌اې» په تخنیکي او د جرمني د  کريټاس مؤ سسې په مالي. . .

بازگشت