د غزني دکرنې رییس د کوچیانو له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۲
د غزني دکرنې رییس د کوچیانو له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه  

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د دې ریاست په مقر کې، د کوچیانو له یو شمېر قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل لپاره، د اقوامو او قبایلو چارو رییس په شتون کې، لیدنه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د غزني دکرنې رییس د کوچیانو مشرانو ته د همکارۍ ډاډ  ورکړ او ویې ویل، چې الحمد لله د کرنې ریاست چارې په ټول ولایت کې منظمې روانې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالدارۍ په برخه کې هم جدي پاملرنه روانه ده، او د کوچیانو ستونزو ته به هر اړخیزه رسیدنه وشي.
ورپسې د  غزني ولایت د اقوامو او قبایلو چارو رییس خبرې وکړې او د کوچیانو اړوند موضوعاتو ته د رسیدنې ډاډ یې ورکړ.
په پای کې، د کوچیانو له خوا یو استازی خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې مسؤلینو ورته د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۵۲
Background image

کندهار کې یوشمېر بڼوالو ته ننداریز بڼونه جوړ شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ مؤسسې «آراوپي» په تخنیکي همکارۍ د کندهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

ننګرهار کې ١٧٨ مالدارانو ته حیواني خوراکه ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د نه انلوس مؤسسې له لورې په سره رود، دره نور، بهسود او کامي ولسوالیو کې مالدارانو ته حیواني خوراکه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د روزګان په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو جوړولو پروژه پیل شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کلیو د بیارغونې ادارې «آرآراې‌اې» په تخنیکي او د جرمني د  کريټاس مؤ سسې په مالي. . .

بازگشت