غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۲
غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لوی رییس احمد خان صابري سره یوه مشورتي او همغږۍ ناسته ترسره کړه. دغه ناسته د کرنیزو او حیواني علومو د فارغانو د جذب، همکارۍ، لارښوونې او اغېزمنې ونډې اخیستو په موخه ترسره شوې ده.
په غونډه کې دواړو لوریو د هېواد د پرمختګ لپاره د بشري سرچینو اهمیت په ګوته کړ او هوکړه وشوه چې له هغو محصلینو سره چې د کرنې او حیواني علومو له برخو فارغ شوي، به په بېلابېلو کاري برخو کې همکاري وشي. مولوي محمد اسماعیل شکیب وویل چې اداره یې د ځوانو مسلکي کدرونو د ملاتړ لپاره ژمنه ده او هڅه کوي چې د دوی استعدادونه د هېواد د کرنیز پرمختګ په خدمت کې وکارول شي.
احمد خان صابري په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د زون په کچه باید د کرنې سکتور لا پیاوړی شي او فارغان باید یوازې پرې نښودل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دولتي موسسو او خصوصي سکتور له لارې باید د ظرفیت لوړونې او عملي تجربې زمینه ورته برابره شي.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې په ګډه به د ځوانو فارغانو لپاره د کاري فرصتونو، روزنیزو پروګرامونو او د کرنیزو فارمونو په برخه کې د ملاتړ ګډ پلانونه جوړ کړي، ترڅو فارغان خپل مسلکي ژوند په عملي توګه پیل کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۵۲
Background image

د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست یو شمېر کارکوونکي نوو بستونو ته تبدیل او معرفي شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د حکم پر بنسټ، د دې وزارت د مالي او حسابي ریاست شپږ تنه کارکوونکي له خپلو پخوانیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۵۲
Background image

کندهار کې یوشمېر بڼوالو ته ننداریز بڼونه جوړ شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ مؤسسې «آراوپي» په تخنیکي همکارۍ د کندهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

ننګرهار کې ١٧٨ مالدارانو ته حیواني خوراکه ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د نه انلوس مؤسسې له لورې په سره رود، دره نور، بهسود او کامي ولسوالیو کې مالدارانو ته حیواني خوراکه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې. . .

بازگشت