پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د چهارمغزو او پستې (سرسبزۍ) پروژه منظور شوې ده.
یاده پروژه دوه برخې لري؛ یوه برخه یې د سرسبزۍ (پستې) او دوهمه برخه یې د چهارمغزو پورې تړاو لري. د سرسبزۍ د برخې چارې دا مهال د پکتیکا د کرنې ریاست په انګړ کې روانې دي، او د چهارمغزو د کښت لپاره پنځه هغه ولسوالۍ ټاکل شوې دي، چې د یاد نبات لپاره مناسبې بلل کېږي. په دغو ولسوالیو کې اومنه، سروضه، چهارباران، ارګون او سروبی شاملې دي، چې عملي کارونه یې اوس هم روان دي.
د پروژې ګټه‌اخیستونکو ته د چهارمغزو د کښت او ساتنې په برخه کې اړینې لارښوونې او تخنیکي سپارښتنې هم شوې دي، څو د نیالګیو د بقا کچه لوړه او اغېزناک پایله ترلاسه شي. د مسؤلینو په وینا، تمه ده چې د یادې پروژې فزیکي چارې په نږدې ورځو کې بشپړې شي.
د عامه پوهاوي لپاره د پروژې په چوکاټ کې پنځه معلوماتي لوحې هم نصب کېږي، چې پکې د ځنګلونو د ارزښت، دایمي ساتنې او قرنطین په اړه پیغامونه لیکل شوي، تر څو ویجاړ شوي ځنګلونه وساتل شي او د بیا تخریب مخه ونیول شي.
د کرنې وزارت چارواکي وایي، د دې پروژې پلي کېدل به د قدرتي سرچینو په ساتنه، د چاپېریال په ښه والي او د خلکو د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت