تورخم کې ۵۰۰ کیلو ګرامه قاچاقي د کبانو غوښه ونیول شوه او له منځه یووړل شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۲۵
تورخم کې ۵۰۰ کیلو ګرامه قاچاقي د کبانو غوښه ونیول شوه او له منځه یووړل شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تورخم د حیواني قرنطین کارکوونکو په قاچاقي او غیرقانوني ډول راوړل شوې ۵۰۰ کیلو ګرامه د کبانو غوښه ضبط کړه او د یو ګډ پلاوي په حضور کې یې تر خاورو لاندې کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو د بندېدو له امله، د اسلامي امارت د نافذه قوانینو او د مشرانو د لارښوونې پر بنسټ، هېڅوک اجازه نه لري، چې له پاکستان څخه حیواني او نباتي محصولات وارد کړي.
هغه له ټولو سوداګرو او افغانانو وغوښتل، چې د هېواد ملي ګټو ته په کتو، د ټاکل شوو اصولو سره سم د نورو قانوني لارو څخه د خپلو سوداګریزو فعالیتونو بهیر ته دوام ورکړي.

در تورخم ۵۰۰ کیلوگرام گوشت ماهی قاچاق ضبط و از بین برده شد
۲۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان قرنطین حیوانی تورخم مربوط ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، ۵۰۰ کیلوگرام گوشت ماهی را که به شکل قاچاق و غیرقانونی وارد کشور شده بود، ضبط کرده و در حضور یک هیئت مشترک نابود کردند.
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، مولوی محمدولی محسن، گفت که به دلیل توقف صادرات و واردات میان افغانستان و پاکستان، بر اساس قوانین نافذه امارت اسلامی و هدایت رهبری، هیچ‌کس اجازه ندارد محصولات حیوانی و نباتی را از پاکستان وارد کند.
او از تمام تاجران و شهروندان کشور خواست که با درنظر گرفتن منافع ملی، فعالیت‌های تجاری خود را مطابق اصول تعیین‌شده از طریق راه‌های قانونی ادامه دهند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: دبهسودو په ولسوالی کې ٥٠ جریبه ځمکه د ازادې دوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه


۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د بهسودو ولسوالی خشکنبد سیمه کې ٥٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترويج مديرانو په چپرهار، رودات او نازیان ولسواليو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې د زنجبیل سیمه ییز ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د زنجبیل. . .

بازگشت