د کرنې وزارت د پراختیایي پروګرامونو د کانسپټ نوټونو روزنیز ورکشاپ دایر شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۱۷
د کرنې وزارت د پراختیایي پروګرامونو د کانسپټ نوټونو روزنیز ورکشاپ دایر شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ ریاست له لوري، د پراختیایي پروژو لرونکو ریاستونو مسؤلینو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د کانسپټ نوټ د ترتیب او چمتو کولو څرنګوالی، د هغې پړاوونه او د لیکلو مهم ټکي وروښودل شول. همدارنګه، د کانسپټ نوټ پر بنسټ د پروژې د تطبیق عملي لارې چارې هم ور وښودل شوې.
کانسپټ نوټ یو لنډ سند دی چې د یوې پروژې، طرحې یا د څېړنې اصلي مفکوره رانغاړي، د هغې موخې، طریقې او تمه کېدونکي پایلې تشریح کوي. دا سند د پانګه‌والو، مدیرانو او همکارانو ته د پروژې د مفکورې د وړاندې کولو یوه وسیله ده، تر څو د پروژې په اړه لومړنی درک پیدا کړي او د هغې د تطبیق ملاتړ وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت