بدخشان کې د شاتو تولید ۶۰ سلنه زیات شوي

content_admin
بدخشان کې د شاتو تولید ۶۰ سلنه زیات شوي

۹ مرغومی ۱۳۹۸

د بدخشان په ولایت کې سږکال د شاتو د تولیداتو کچه ۲۸۳ مټریک ټنو ته رسېدلې، چې ددې محصول ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي. دمګړۍ په دې ولایت کې د شاتو مچیو ۵۹۰ لوی او واړه فارمونه فعالیت لري.

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس معین الدین عیني په دې هکله وایي: «سږکال اقلیمي شرایط، د ګلونو شته والي او د شاتو مچیو روزونکو د پوهاوی په مرسته د تېر کال په پرتله ددې ولایت د شاتو د تولیداتو کچه ۶۰ سلنه زیاته شوې ده

هغه زیاته کړه، چې روان کال د شاتو د تولیداتو کچه ۲۸۳ مټریک ټنو ته رسېدلې ده، چې د شاتو مچیو روزونکو ته ښه عایداتي سرچینه ده. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال ددې ولایت د شاتو تولیدات ۷۷ زره او ۱۵۴ کیلو ګرامه یا ۷۷.۱۵۴ ټنه وه.

د بدخشان ولایت د بهارک، کشم، جرم، شهدا، وردوج، یاوان او تګاب ولسوالیو د شاتو مچیو له فارمونه ډېر خالص شات تولیدیږي، چې تر ډېره سیمه ییزو بازارونو او ددې ولایت ګاونډو ولایتونو ته صادریږي.

د شاتو مچیو روزونکي خپل تولید شوي شات کیلو له ۴۵۰ افغانیو تر یو زر او ۲۰۰ افغانیو خرڅوي، چې د دوی اقتصادي سرچینه جوړوي او دوی لپاره د ارزښت وړ دي. د شاتو بیه فصل او تولید ته په کتو متفاوت دي.

د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د شاتو مچیو یو تن روزونکی فضل الدین وايي: «۲۷ کاله کیږي، چې د شاتو مچیو روزنه او پالنه کوم، په مناسب وقت کې هغو سیمو ته چې ګلونه وي د مچیو لېږد، د مچیو څارنه او ساتنه او د محیطي ګواښونو مخنیوی هغه څه دي، چې زموږ حاصلات ور سره ډېر شوي دي او موږ د کرنې له وزارت او دولته غواړو چې موږ ته د پېر-پلور بازارونه او مارکېټ ایجاد کړي

د جرم ولسوالۍ اسدالله هم د شاتو مچیو د هغو روزونکو په ډله کې ده، چې سږ کال یې ښه شات راټول کړي دي هغه وایي: «روان کال مو ډېر شات راټول کړل، ځکه د مچیو روزلو لپاره اقلیم هم مناسب و او د شاتو مچیو روزلو بېلابېلې لارې چارې مو هم زده کړل

د کرنې وزارت له خوا د شاتو مچیو پر روزونکو اړین توکي وېشل او دوی ته د شاتو مچیو په برخه کې بېلابېل روزنیز پروګرامونه په لاره اچول ددې لامل شوي، چې ددې ولایت د شاتو تولیدات د پام وړ ډېر شي.

بدخشان د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې په کې د شاتو مچۍ په پریمانه کچه روزل کیږي او په دې ولایت کې هر کال د پام وړ ډېر شات تولیدیږي