د خوست موسی خېل ولسوالی کې پر ۴۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۵
د خوست موسی خېل ولسوالی کې پر ۴۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې

د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالی ۴۸ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ وویشل شوې.
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت په څارنه، د «اې.ډي.اې» مؤسسې په همکارۍ او او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، ۴۸ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې ویش غونډه کې د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست استازي هم ګډون درلود. د یاد ریاست استازي د بزګرانو د هڅونې ترڅنګ وویل، چې د کرنې ریاست هڅه کوي د معیاري تخمونو او سرو د وېش له لارې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه او د ځان‌بسیا کرنې بنسټ لا پیاوړی کړي.
دغه پروګرام د موسی خېلو ولسوالی د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا، د غنمو د تولید د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب د ټینګښت په موخه عملي شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت