در ولسوالی چهار بولک ولایت بلخ برای شماری از دهقانان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شد

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۴۵
در ولسوالی چهار بولک ولایت بلخ برای شماری از دهقانان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شد

۲۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ با حمایت مالی اداره خوراک و زراعت ملل متحد و همکاری دفتر حمایت از اطفال، در ولسوالی چهار بولک ولایت بلخ برای ۲۸ دهقان نیازمند تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع نمود.
به‌گفته ریاست زراعت بلخ، این کمک در حضور نمایندگان مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی چهار بولک، مدیریت غله‌جات و ریاست اقوام و قبایل انجام شد.
کمک مذکور به دهقانان قریه ثوریان ولسوالی یادشده که قبلاً به‌حیث نیازمند سروی شده بودند، صورت گرفت.
بر اساس این برنامه، برای هر دهقان یک بوجی تخم اصلاح‌شده گندم، یک بوجی کود سیاه و یک بوجی کود سفید توزیع شد. مسئولان می‌گویند این کمک در حل مشکلات اقتصادی دهقانان و بهبود حاصلات فصل آینده زراعتی نقش مهم خواهد داشت.

د بلخ چهار بولک ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۲۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د ماشومانو د ملاتړ دفتر په همکارۍ، د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالی کې پر ۲۸ اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د چهار بولک ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیریت، د غله‌جاتو مدیریت او د قومونو او قبایلو ریاست د استازو په حضور کې ترسره شوه.
مرسته د یادې ولسوالۍ د ثوریانو  د کلي  هغو بزګرانو ته ورکړل شوه، چې له مخکې د اړمنو په توګه سروې شوي وو.
د دغه پروګرام له مخې، هر بزګر ته یوه بوجۍ اصلاح شوی د غنمو تخم، یوه بوجۍ توره سره او یوه بوجۍ سپینه سره ورکړل شوه. مسؤلین وایي، دا مرسته به د بزګرانو د اقتصادي ستونزو په هوارولو او د راتلونکي کرنیز فصل د ښه حاصلاتو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت