کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي سرې د پلور مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي سرې د پلور مخه ونیول شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي (ډي.ای. پي) سرې د پلورولو مخه ونیول شوه، چې د کرنې وزارت د لابراتواري معلوماتو او څېړنو وروسته یې پر پلورولو بندیز لګول شوی دی. 
د کرنیزو چارو آمریت مسؤلین وايي، یاده بي کیفیته کیمیاوي سره یو تن غوښتل په بازار کې وپلوري چې پر وخت سره مسؤلینو اقدام وکړ او د پلورولو مخه یې ونیوله، او اجازه یې ور نه کړه چې یاده بي کیفیته سره بازار ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست هېڅ کرنیز شرکت ته اجازه نه ورکوي، چې بې‌کیفیته، خرابې او یا هم غیري قانوني سرې او درمل هېواد ته وارد یا وپلوري. د همدې هڅو په دوام، تېره ورځ هم په کندهار کې د ۳.۷ ټنه پوتاشیم کاربونیټ سرې د پلور مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت