د لاندي کوکچې د اوبو د زیرمو د پانګه اچوني پروژه (LKISP)

mail-admin
LKISP

د پروژې نوم

د لاندي کوکچې د اوبو د زیرمو د پانګه اچوني پروژه (LKISP)

تمویل کوونکی

آسیایې پراختیايې بانک (ADB)

د پروژې موده

۲۰۱۳ - ۲۰۲۱

بودیجه

۱۳ میلیونه امریکایي ډالره

د پروژې اساسي موخه

د افغانستان په شمالي ولایتونو(تخار او کندز) کې د سلو فرعي کانالونو بیا رغول او همدارنګه د اوبو د مدیریت په برخه کې د ظرفیتونو لوړول او د کرنیزو نهادونو پراختیا

د پروژې لنډه پیژندنه:

دا پروژه د دویمه او دریمه درجه کانالونو د رغولو او بیا رغولو او همدارنګه د سربندونو د رغولو په موخه د اوبولګولو د دوو بیلابیلو زونونو لپاره طرح او ډیزاین شوی ده. (i) لومړی زون د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې ۵۱۷۶۰ هکتاره ځمکه لري او د امام صاحب د کانال په واسطه اوبه کیږي. د یادولو وړ ده، چې د امام صاحب کانال د شهروان له کانال څخه سرچینه اخلي او د شهروان کانال له آمو سیند څخه سرچینه اخلي.

(ii) دویم زون د کندز ولایت د دشت آرچي او تخار ولایت د خواجه غار په ولسوالیو کې پروت دی، چې د ۲۷۹۰۰ هکتاره ځمکي په درلودلو سره د آرچي د اصلي کانال په واسطه خړوبیږي او د ارچي اصلي کانال د کوکچې د سیند په واسطه خړوبیږي.

ددې دوو کانالونو بیارغول به د لاندي کوکچې د اوبو د زیرمو د پانګه اچوني پروژي (LKISP) اړوند ۷۴۳۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي. همدارنګه دا پروژه به د آرچي کانال هغه ۳۰۰۰ هکتاره وچه شوې ځمکه تر خپل پوښښ لاندي راولي او ۲۰۰۰ هکتاره هغه ځمکه،چې مخکي د اوبو له کمبود سره مخامخ وه، تر پوښښ لاندي نیسي.

د پروژې اغیزې

ددې پروژې اساسي اغیزي په شمالي ولایتونو(تخار او کندز) کي د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی ښودل شوي ده.

تر ۲۰۲۳ زیږدیز کال پوري د کرنیزو محصولاتو په نرخ کي لس سلنه زیاتوالی د یادي پروژې له مهمو شاخصونو دي او همدارنګه د نورو محصولاتو زیاتوالی د بیلګې په توګه د وریجو حاصلات له ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۱۳ پوری له ۲.۵ فی هکتار نه ۲.۷۵ فی هکتار ته رسول. د غنمو حاصلات له ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۱۳ پوري له ۲.۳ فی هکتار نه ۲.۵۳ فی هکتار ته رسول.

د پروژې اساسي موخي:

  • په دوو زونونو کې د سلو دویمه درجه کانالونو بیا رغول، چې لومړی زون د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ او دویم زون د کندز ولایت په دشت ارچي او تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې پروت ده او همدارنګه د ټولو سربندونو بیا رغول. یاد کانالونه، چې په دوو زونونو کي موقعیت لري او ۷۴۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
  • د اوبو د مدیریت په برخه کې د ظرفیتونو لوړول او د کرنیزو نهادونو پراختیا
  • د آبریزو جوړول او ساتنه

د پروژې اساسی مسئولیتونه   

په کرونده کي د اوبو د تنظیم په پارد یوې NGO ګومارنه

  • د دویمه درجه کانالونو د بیا رغولو په پار د سلو ۱۰۰ ټولنیزو قراردادونو ترسره کول، چې د څلویښتو قراردادونو سروې او ډیزاین بشپړ شوی ده او د پاتي نورو کار جریان لري.
  • د پروژې په کاري ساحه کې هر کال د پنځه ویشت ۲۵ ننداریزو قطعاتو جوړول.
  • د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څلویښتو تنو کارکوونکو ته په کرونده کې د اوبو د تنظیم په هکله روزنیز ټرینینګونه ورکول.
  • د پروژې تر پایه ۱۵۰۰ بزګرانو ته په کرونده کې د اوبو د تنظیم په هکله روزنیز ټرینینګونه ورکول.

د آبریزو د جوړولو او نورو اړوندو کارونو د ترسره کولو لپاره د دویمې NGO  ګومارل

  • په تخار او کندز ولایتونو کې د ۱۵ آبریزو جوړول، مدیریت او ساتنه
  • په تخار او کندز کې د اوبو د څلویښت ۴۰  ټولنو جوړول او همدارنګه د ۲۲ د اوبو د ګټي اخیستني ټولني او د هغوی د ظرفیت لوړولو چاري.

د LKISP پروژې اساسي کړنې-۱۳۹۷

  • په تخار او کندز ولایتونو کې د ولایتي دفترونو ترمیم بشپړ شوی ده.
  • د مالوماتي ټکنالوژې اړوند وسایل، میز، څوکۍ او نور اړین تجهیزات پیرل شوی او د پروژې کارکوونکي عملا ګټه ورڅخه اخلي.
  • د پروژې لپاره د کارکوونکو ګمارنه ترسره شوی ده.
  • د دویمه درجه کانالونو د بیا رغولو په موخه شل وړوکي ټولنیز قراردادونه سروې او ډیزاین شوې دي، چې تر اوسه پوري اته ټولنیز قراردادونه لاسلیک شوي او ساختماني کارونه به یې ژر پیل شي.

د LKISP پروژې اساسي کړنې-۱۳۹۸

  • د اوبو د ټولنو د ظرفیت لوړولو او همدارنګه په کرونده کې د اوبو د مدیریت په موخه د یوې مشورتي کمپنۍ ګمارل.
  • د آبریزو د ساتني او مدیریت په موخه د یوې مشورتي کمپنۍ ګمارل.
  • د دویمه او دریمه درجه کانالونو د بیا رغولو په موخه د روان کال تر پای پوري څلویښت وړوکي ټولنیز قراردادونه بشپړیږي.

د LKISP پروژې پلان شوې کړنې-۱۳۹۹

  • په تخار او کندز ولایتونو کې د دویمه او دریمه درجه کانالونو د رغولو او بیا رغولو په موخو له ټولنیزو شوراګانو سره د وړوکو قراردادونو پاتي شل سلنه ساختماني کارونه ترسره کول.
  • په کندز او تخار ولایتونو کې د دویمه او دریمه درجه کانالونو د رغولو او بیا رغولو په موخه د ۲۰ وړوکو قراردادونو سروې، ډیزاین او پلي کول.
  • په کندز ولایت کې د پنځلسو آبریزو سروې او ډیزاین او همدارنګه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د یادو آبریزو شل سلنه کار بشپړول.
  • په کندز او تخار ولایتونو کې د اوبو د شلو ټولنو جوړول.
  • په کندز او تخار ولایتونو کې د اوبو د دوه ویشتو مصرف کوونکو ټولنو جوړول او د هغوی د ظرفیت لوړول.
  • د کرنې ریاست د څلویښتو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړوني کورسونه او ټرینینګونه تر څو هغوی ۹۰۰ بزګرانو او د اوبولګولو ټولنو شلو غړو ته روزنه ورکړي.

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو ترسره شوې فعالیتونه

  • په روان کال کې د شلو ټولنیزو هوکړه لیکونو شل سلنه پاتي کارونه چې د دویمه او دریمه درجه کانالونو د بیا رغولو او احیا کولو له چارو څخه عبارت دي، بشپړ شوې دي.
  • د څلویښتو ټولنیزو هوکړه لیکونو له جملې څخه، څلور هغه یې بشپړ شوې دي  او ۱۸ هوکړه لیکونه د اجرا په مرحله کې دي او همدارنګه ۱۸ نور پاتي هوکړه لیکونه د عقد کولو په مرحله کې دي.
  • د نهو ننداریزو قطعو جوړول چې، له دې جملې څخه څلور هغه یې بشپړ شوې دي او پنځه نور د اجرا په حال کې دي.
  • د اوبو لګولو ۱۵ بابه انجمنونه تاسیس شوې دي.
  • ۱۲۰۹ تنه بزګرانو ته روزنه ورکړل شوې ده.

د پروژې ساحوي دفترونه او د اړیکو شمیرې

د لاندي کوکچې د اوبو د زیرمو د پانګه اچوني پروژه (LKISP) په کندز او تخار ولایتونو کې فعالیت کوي

۱ـ د تخار ولایت ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: محمد نبی محمدی

د اړیکې شمیره: ۰۷۳۰۷۷۷۰۴۲

بریښنالیک:  Nabimehdy@gmail.com

۲ـ د کندز ولایت ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: سراج الدین منیر

د اړیکو شمیرې: ۰۷۸۷۷۰۲۴۰۴

برښنالیک:  sm.archiwal@gmail.com