هلمند کې د کرنې پرمختګ لپاره د کروندې ورځې په ویاړ پراخه سیمه ییزه غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۰:۹
هلمند کې د کرنې پرمختګ لپاره د کروندې ورځې په ویاړ پراخه سیمه ییزه غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د څېړنیو لوی مدیریت له لوري د بولان په څېړنیز فارم کې د سبو، تیلي او صنعتي نباتاتو (دوبني نباتاتو) د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په یاد پروګرام کې د هلمند کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر قاري مولوي مطیع الله عابد  ګډونوالو ته د کرنې ریاست د وروستیو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې دملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې «اف،اې،او» د سوېل لویدیځ زون مسؤول د کروندې ورځې اهمیت روښانه کړ. همداراز د څېړنو لوی مدیریت مدیر او اړونده متخصصینو خپل تخنیکي او علمي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
په یاده غونډه کې د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت، د ترویج مدیریت کارکوونکو، ګڼ شمېر بزګرانو او د تخمونو د تولید شرکتونو استازو ګډون درلود.
ددې پروګرام په ترڅ کې د بولان څېړنیز فارم د کروندو له بېلابېلو برخو څخه تفصیلي لیدنه وشوه، چې پکې بېلابېل نباتات لکه مالوچ، جوار، کنځلې، لمرګلي، ممپلي، مۍ، سویابین، مرچ، پیاز، مصور، بنډۍ، بانجان، رومیان، لبلبو او لوبیا شامل دي.
د یادو لیدنو پر مهال د هر نبات د کرکیلې لارې چارې، ځانګړتیاوې او تخنیکي معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.
د یادونې وړ ده، چې د کروندې ورځ د کرنیزو چارو د ارزښت او اهمیت، د نوو کرنیزو ټکنالوژیو، اصلاح شویو تخمونو، ښه کرنیزو لارو چارو او د کروندګرو د ستونزو د اورېدو او حل لپاره لازم فرصتونه برابروي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت