د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۴۴
د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند جوارسل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو ددې ولایت د خاورې اوبه اوهوا سره سم کرنیز تخمونه تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې څېړنیز فارم کې د غنمو، جوارو او سویابینو ترڅنګ پر یوشمېر سبو هم څېړنې روانې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه څېړنیز فارمونه جوړ کړي دي، ترڅو د هرې سیمې خاورې، اوبه او هوا سره سم کرنیز تخمونه او نیالګي تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړي، ترڅو د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سره د دوی د عوایدو کچې لوړولو ته زمینه برابره او هېواد د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت