پکتیا کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۵۲
پکتیا کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

۲۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.
دا پروګرام د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادرې د زون مسئول انجینر بسم الله بسمل، د مالدارۍ آمریت کارکوونکو او د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو چارواکو په شتون کې ترسره شو.
د پکتیا دکرنې رییس مولوی سیدامین هاشمي په خپلو خبرو کې وویل، په دې کمپاین کې به ۷۰۰۰۰ ډوزه واکسین د کرنې وزارت له لارې او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ، د ولایتي کچې د سیمه ییزو وترنري کلینیکونو له لارې به ددی ولایت په  مرکز او ټولو ولسوالیو کې پلي شي.
د دې واکسین د تطبیق موخه د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی، د څارویو د مړینې کمول او د پکتیا ولایت د څارویو د بزګرانو د اقتصاد ملاتړ کول دي.
دا پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې په هېواد کې د څارویو روغتیا ښه کولو او د څارویو پیاوړتیا او لوړ محصولاتو د تولید په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

کندهار کې پر سلګونو بزګرانو د پنبې اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ  له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو. ان. او. ډې. سي) په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د کابل سروبي کې د انار او املوکو ترویج په موخه د ۲۷۰۰ اصله نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د روپانې بنست په مالي لګښت او د سروبي ولسوالی دکرنې مدیریت په تخنیکي همکارۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

کندهار کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غنمو کروندې ډېرې شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، چې سږ کال په دغه کندهار کې د غنمو کرنې کچه لوړه شوې، چې ور سره بزګرانو ته د ښه حاصل هیله پیدا شوې.   یاد. . .

بازگشت