پکتیا کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۰:۱۲
پکتیا کې لسګونه بزګران وروزل شول

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ له خوا ددې ولایت په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې لسګونه تنو بزګرانو ته د ناروغيو مخنيوي او غوره کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه. 
په یادو ولسوالیو کې  بزګرانو ته د غنمو ازمایښتي قطعو په هلکه مفصل معلومات ورکړل او د غنمو کتاري کرنې، سبو او مېوه لرونکو ونو ناروغیو مخنیوي، کرنیزو عملیو، حاصل ټولولو، هرزه بوټو مخنیوي او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه معلومات ورکړل شول .
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو وژغورل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۰
Background image

د کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې د څارویو او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو یو حوض جوړېږي

د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په سبزل کاریز سیمه کې د څارویو او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو یو زيرمه‌ییز حوض د څه‌‌باندې ۷۱۳ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
د کندهار د کرنې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

ننګرهار کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شېدو راټولولو مرکزونه جوړ شول


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

د هلمند د بولان نیالګیو روزنځای کې د پستې کرنه ترسره شوه


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت له لوري، د طبیعي سرچینو د پراختیا په موخه، د بولان قوریې په. . .

بازگشت