د کندهار نېش کې د چکډېم رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۵:۲۲
د کندهار نېش کې د چکډېم رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د کندهار د نېش ولسوالی د سرداغ په سیمه کې د ۶ زره او ۱۰۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد چکډېم، چې ۳۲ متره اوږدوالی او ۳.۶ متره لوړوالی لري، رغنیزې چارې یې په ۴۰ ورځو کې بشپړ شوي، چې د دې چکډېم د جوړېدو په ترڅ کې لسګونو کسانو ته په فني او غیر فني برخو کې د کار زمینه برابره هم شوې وه.
د دې چکډېم جوړولو موخه د سیمه‌ییزو اوسېدونکو لپاره د کار زمینې برابرول، د باراني اوبو راټولول، او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول دي، چې له امله به یې ګڼ شمېر بزګران او مالداران ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې تر ډې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست تر چتر لاندې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ، د ۴۰ زره ډالرو په ارزښت ۱۵ زره د اوبو زېرمه کولو کندې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت