ننګرهار کې پر ۷۵ جریبه ځمکه د چارمغزو بڼونه جوړ شول
۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ه.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دیو میلیون او پینځه زره افغانیو په لګښت ۷۵ جریبه د چارمغزو بڼونه جوړ شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل وویل، چې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د ننګرهار په خوږیاڼو، حصارک، شېرزاد، پچیراګام او هسکي مېنې ولسوالیو کې ۶۸ بڼوالو ته د چارمغزو بڼونه جوړکړل.
ښاغلي اتل وویل، چې په یادو ولسوالیو کې یې بڼوالو ته د چارمغزو ۶ زره نیالګي دمصنوعي ځنګلو بیا رغولو، د کار زمېني برابرولو، چارمغزو حاصل زیاتوالي او د بڼوالو اقتصادې پیاوړتیا په موخه کېنولې.
نوموړې وویل، چې تېر کال هم په حصارک او ځینو نورو ولسوالیو کې د همکارو مؤسسو په مرسته د چارمغزو سلګونه اصله نیالګي بڼوالو ته وېشلي.