د کندهار دوو ولسوالیو کې د ټرایکوډرما قارچونو د تطبیق لس ورځنی پروګرام پای ته ورسېد

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۲:۴۶
د کندهار دوو ولسوالیو کې د ټرایکوډرما قارچونو د تطبیق لس ورځنی پروګرام پای ته ورسېد

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښونه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو په ملتیا او د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست څخه راغلي پلاوي له لوري په کندهار میوند او سپین بولدک ولسوالیو په مختلفو سیمو کې د ټرایکوډرما ګټور قارچونو د استعمال او تطبیق ۱۰  ورځنۍ پروګرام پای ته ورسېد.
یاد پروګرام د کرنې وزارت د قارچي ناروغیو متخصص انجنیر ګل الرحمن (رحماني) په مشرۍ او د کرنې ریاست او یادو ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په همغږۍ پیل شوې وه. چې په ترڅ کې یې بزګرانو او بڼوالو ته وښودل شوه، چې څنګه د ټرایکوډرما ګټور قارچونه د نباتي ناروغیو او آفتونو په مخنیوي کې استفاده کړي، ترڅو د نباتي افت وژونکو کیمیاوي درملو استعمال کم کړي او د خپلو محصولاتو لپاره یو سالم او پایدار چاپېریال رامنځته کړي.
د پروګرام په لړ کې، ټرایکوډرما په عملي ډول په بڼونو او ځمکو کې د بزګرانو او بڼوالو په حضور کې وکارول شو. بزګرانو ته د دې ګټورو قارچونو د استعمال طریقې وښودل شوې، او هغوی ته وښودل شوه، چې څنګه دا ګټور قارچونه په ځمکو او بڼونو کې د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي. د ټرایکوډرما کارول بزګرانو ته د دې فرصت برابروي چې په طبیعي توګه د خپلو کروندو حاصلات خوندي کړي او د ناروغیو او آفتونو زیان راکم کړي.
د یاد پروګرام څخه موخه د کرنیزو درملو بدیل کروندګرو ته څرګندول، په حاصلاتو کې زیاتوالي، د یاد قارچونو په پار عامه پوهاوی، د چاپېریال ککړتیا ته پاملرنه، د کروندګرو سره په یاده برخه کې مرسته کول او کروندګرو ته په کم بیه سره کټور درمل ښودل وه.
په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو بڼوال او بزګران هم زیات خوښ دي، چې د کرنې وزارت له لوري ورته داسي پروګرامونه دائرېږي او دوی ته په یاده برخه کې پوهاوی ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د هالند کمېټې د چارواکو ترمنځ لیدنه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د هالند کمېټې  مرستیال ډاکتر عبدالقادر فخري، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره نږدې دوه زره څاروي معاینه شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  ډنډ ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د کندهار معروف کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ بڼونه اړمنو بزګرانو ته ووېشل شول

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې (آر.او.پي) په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت