د کرنې وزیر د حبیب حسام او قاسمي ګروپ شرکتونو له رئیسانو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۲۴
د کرنې وزیر د حبیب حسام او قاسمي ګروپ شرکتونو له رئیسانو سره وکتل

۳۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په خپل دفتر کې د قاسمي ګروپ رئیس حمیدالله قاسمي او د حبیب حسام چرګانو د روزنې شرکت رئیس عزیزالله حسام سره وکتل.
په دې لیدنه کې د چرګانو روزنې صنعت، د غوښې تولید، د چرګوړو، هګیو او د چرګانو دانې تولید، د ځمکې په کرایه ورکولو او د نوو کرنیزو او مالدارۍ پروژو پیل په اړه خبرې وشوې.
د کرنې وزیر د کرنې او چرګانو روزنې په برخه کې د دې دواړو شرکتونو د پلانونو ملاتړ وکړ، هغوی یې وستایل او د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې یې د پانګونې په برخه کې د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
د لیدنې پر دوام، د حبیب حسام شرکت رئیس د چرګانو روزنې په صنعت کې د لویو پانګوالو د پانګونې پرېکړې په اړه خبرې وکړې او د قاسمي شرکت رئیس هم په افغانستان کې د نړۍوال کاکتوس شرکت د پانګونې یادونه وکړه او له وزیر څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کرنې وزیر د دې دواړو شرکتونو د نظرونو او پلانونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت په ټول توان د هېواد د پانګوالو او سوداګرو څخه په کرنې او مالدارۍ سکتور کې ملاتړ کوي.

دیدار  وزیر زراعت با رئیسان شرکت حبیب‌حسام و قاسمی گروپ
۳۰ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با حمیدالله‌ قاسمی رئیس شرکت قاسمی گروپ و عزیزالله‌ حسام رئیس شرکت مرغ‌پروری حبیب‌حسام ملاقات کرد.
در این دیدارها پیرامون انکشاف صنعت مرغ‌پروری، تولید گوشت، تولید چوچه، تخم و دانه مرغ، اجاره زمین، راه‌اندازی پروژه‌های نو زراعتی و مالداری صحبت شد.
 وزیر زراعت از پلان‌ها و برنامه‌های این دو شرکت در بخش زراعت و مرغ‌پروری حمایت کرده و به نیکویی از آن‌ها یاد کرد و از ایجاد هر نوع سهولت در راستای سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت و مالداری سخن گفت.
در جریان این دیدار، رئیس شرکت حبیب‌حسام از تصمیم سرمایه‌گذاری بزرگ سرمایه‌گذاران در بخش صنعت مرغ‌پروری صحبت کرد و رئیس شرکت قاسمی نیز از سرمایه‌گذاری شرکت جهانی کاکتوس در افغانستان گفت و از وزیر زراعت خواستار همکاری شد.
وزیر زراعت از نظریات و پلان‌های این دو شرکت استقبال کرد و تاکید نمود که امارت اسلامی با تمام توان از سرمایه‌گذاران و تاجران کشور در بخش زراعت و مالداری حمایت می‌کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

بازگشت