ننګرهار کې د لیوني سپي ناروغي د مخنوي په پار هڅې؛ لسګونه ډوزه واکسینونه پلي کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۱۱
ننګرهار کې د لیوني سپي ناروغي د مخنوي په پار هڅې؛ لسګونه ډوزه واکسینونه پلي کېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د لیوني سپي ناروغي د مخنیوي په پار هلې ځلې پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د ربیز ناروغي مخنیوي په پار ۱۰۰ ډوزه واکسین هم پلي کېږي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن یاد واکسینونه اړین وبلل او دېته ورته نورو واکسینونو د تطبیق غوښتنه یي هم وکړه.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه واکسین په هغو سیمو کې پلي کېږي، چې ددې ناروغۍ نښې نښآنې لیدل کېږي.
څو ورځې وراندې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې لیوني سپیو ځني  څاروي داړلې ول، چې خوشبختانه د نورو اقداماتو ترڅنګ د کرنې وزارت د لیوني سپیو د واکسینونو د تطبیق چارې هم په نږدې ورځو کې پیلوي.
هاري یا رابیس، چې په عامه اصطلاح کې یې د لیوني سپي ناروغي بولي، یوه ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې د انسان په مرکزي عصبي سیستم باندې اغیز کوي.
تی لرونکي حیوانات لکه سپي، پیشو، غوا او پسه او وحشي حیوانات په دغه ویروس اخته کېدای شي.
په دغه ویروس ککړ حیوان د لیاړو له لارې دا ویروس نورو ته لېږدوي او په ځانګړي ډول کله چې سپي انسانان وداړي دا ویروس مستقیمآ انتقالېږي.
یوازې کوڅه ډب سپي دا ویروس نه انتقالوي، نور اهلي حیوانات هم دا ویروس انتقالوي، له همدې کبله ډاکټران تل سپارښتنه کوي چې اهلي حیوانات باید واکسین شي چې هم هغوی ښه وي ‌او هم د دغه ویروس د انتقال مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت