خوست ولایت کې د عشر راټولولو له چارو څارنه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۱۲
خوست ولایت کې د عشر راټولولو له چارو څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځاځي میدان، صبریو او باک ولسوالیو کې د عشر راټولولو فعالیتونو څخه څارنه وکړه. دغه څارنه د عشر راټولولو او ګزارشونو تنظیم آمر مولوي اظهارالدین ابوناصر، د زکات راټولولو آمر مولوي حفیظ الله نثار، د عشر زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد او د عشر کارپوه عبدالمجید منیب په ګډون ترسره شوه. 
د یادو ولسوالیو عاشرینو او عاملینو ته د خپلو دندو په وخت سرته رسولو او ټولو ساحو ته د رسیدګۍ په برخه کې د ښې همغږۍ او تفاهم سپارښتنه وشوه. د دغو کارمندانو له اجرأتو څخه په ساحو او دفتر کې څارنه وشوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

نورستان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ځنګل وهنې مخنیوی کمېټې سره ناسته وشوه

۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په دې ولایت کې د ځنګلونو د خوندیتوب د هڅو په لړ کې د ځنګل وهنې مخنیوی کمېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۱۱
Background image

کندهار ولایت کې د څارویو د طبق، کانګو او چنجیو ضد درې ګونه وقایوي کمپاین پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د څارویو درې مهم وقایوي کمپاینونه د کندهار ولایت په لسو ولسوالیو کې پیل کړل.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۶
Background image

ننګرهار کې  پر ۱۰۰  جریبه ځمکه د بېرې ځنګل جوړېږي

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» له لورې په ننګرهار کې د شاتو مچیو. . .

بازگشت