ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې په موخه د دره نور ولسوالی مسؤلینو او قومي مشرانو سره سلا مشورې وشوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۰
ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې په موخه د دره نور ولسوالی مسؤلینو او قومي مشرانو سره سلا مشورې وشوې

۱۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او د ځنګلونو ساتنې کمیټې مشر مولوي محمد ولي محسن او د کمېټې نورو مسؤلینو د دره نور ولسوالی سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او دلرې پرتو کلیو د ولسونو ستونزو تشخیص او ورته د حل لارې پیداکولو په موخه وکتل.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ځنګلونه د هېواد مهمي ملي شتمني یادې کړي او د ولسونو څخه یي د ساتنې او بیا رغولو کې د همکاریو د غوښتنو ترڅنګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کړنلارو او ځنګلونو ساتني طرزالعملونو د تطبیق او خلکو ته ځنګلونو ارزښت، ساتني او ځنګلونو پریکولو مخنیوي او سلا مشورو په موخه وکتل.
ښاغلي محسن قومي مخورو ته وویل ستاسو د ستونزو تشخیص، ځنګلونو د پریکولو مخنیوی،ځنګلونو بیا رغولو،ساتني او نورو اړونده برخو معلومات به راټول او د کرنې وزارت مقام سره د یو تفصیلي راپور په شکل شریک کړي.
د دره نور ولسوالی قومي مخورو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ځنګل ساتني کمیټې مسؤلینو سره شریکي کړلې او هم یي د ځنګلو ساتلو او بیا رغولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
قومي مخورو وویل، داچې د دره نور ولسوالی اراضي غریزه ده او هموارې ځمکي کمې دي نو دې ولسوالی ته باید د مالدارۍ، حیواني خوراکي، چینجیو ضد درملو، واکسینونو، شاتو مچیو او داصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو اړونده برخو کې جدي پاملرنه وشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن قومي مشرانو ته په ټولو قانوني چارو کې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.
د ځنګلونو ساتنې ولایتي کمیټه چې د کرنې رییس په مشرۍ جوړه شوی ده په ترکیب کې د ننګرهار ولایت مقام، علمآؤ شورا، استخباراتو، قول اردو اوقومندانۍ استازي برخه لري، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د ولسوالیو مسؤلینو او قومي مخورو سره سلا مشورې ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت