خوست کې ۴۱۱ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۲۱
خوست کې ۴۱۱ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په خوست ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالیو کې د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو، کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او اقتصادي وضعیت ښه کولو په موخه ۴۱۱ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه. د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې او د (ان اې سي) مؤسسې په همکارۍ ترسره شو.
په دې مرسته کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شول. دا مرسته به بزګرانو ته د غلې تولید په زیاتولو او اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اغېزمنه وي.
دا بهیر د کرنې په برخه کې د دوامدار پرمختګ یوه برخه ده، چې موخه یې د بزګرانو د تولید لوړول او سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړي کول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د مالدارۍ ورځ ولمانځل شوه 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو شمېر مسؤلینو په ګډون، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره وکتل.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د درېیو رییسانو ادلون بدلون 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت درې تنه رییسان له خپلو دندو تغییر او تبدیل شول. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، د. . .

بازگشت