د کندهار د زعفرانو صادرات د پام وړ ډېر شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۳۴
د کندهار د زعفرانو صادرات د پام وړ ډېر شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې له کندهار څخه ۶۱.۲۵ کیلوګرامه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
 د دې صادراتو لویه برخه متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، المان او ازبیکستان ته لېږدول شوي دي. چې دغه صادرات د سیمې د کروندګرو لپاره د اقتصادي ودې او د عاید د زیاتوالي مهم ټکی ګڼل کېږي.
زعفران چې په افغانستان کې یو ارزښتمن محصول دی، په لوی کندهار کې د کروندګرو لپاره د ځانګړې اهمیت وړ دی.
د زعفرانو د لوړ کیفیت له امله، نړۍوالې تقاضا مخ په زیاتېدو ده، او دا د کروندګرو لپاره د عاید د لا زیاتېدو فرصتونه برابروي. سږني زعفران نه یوازې سیمه ییزو بازارونو ته، بلکې نړۍوالو بازارونو ته هم لاره موندلې، او په ځانګړي ډول د کرنیزو محصولاتو په ډګر کې کندهار ته نوی ارزښت او مقام ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د زعفرانو صادرات  د ۱۴۰۲ هـ.ش کال په پرتله ډېر شوي. چې په ۱۴۰۲ کال کې یوازې ۱۷.۹۶ کیلوګرامه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، المان او ازبیکستان ته صادر شوي وو، خو سږ کال د تېرو صادراتو په پرتله ۲.۵ برابره زیاتوالی راغلی، چې دا د کندهار د زعفرانو تولید او صادراتو د ودې څرګندونه کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۹
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د سویابینو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ او د «اوآرډي». . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیول شوې


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۱۸۴ سره مېښو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

بازگشت