د پکتیا د کرنې رییس دپاملرنې مؤسسې له چارواکو سره وکتل
پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې دپاملرنې مؤسسې مسؤلينو د کرنې رياست له رییس مولوي سیدامین هاشمي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د پاملرنې مؤسسې مسؤلینو له ښاغلي هاشمي سره د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلي هاشمي له دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د اغېزمن تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، له دوی څخه یې وغوښتل، چې په پکتیا ولایت کې د پروسس مرکزونو، سړو خونو، د ځنګلاتو د احیا د برخې، د معیاری شنو خونو جوړونه، د مالدارانو د ملاتړ او ناروغیو مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو تغذیې په برخه کې پروژې پلي کړي او ټینګار یې وکړ چې خپل فعالیتونه د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.