کابل کې د شېدو د پروسس د یوې لویې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
کابل کې د شېدو د پروسس د یوې لویې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې

۷ لړم ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل د ریش‌خور په سیمه کې د شېدو د پروسس د یوې لویې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې. دغه فابریکه د ۳.۳ میلیونه ډالرو په لګښت، چې په کې د یادې فابریکې ودانیزې چارې او نور تجهیزات هم شامل دي جوړيږي او ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي.

ددې فابریکې د بنسټ اېښودلو په غونډه کې نصیر احمد درانی وویل: «دغه فابریکه د [UHT] په ډول او په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ زره لیټره شېدو د پروسس په وړتیا جوړیږي، چې دغه فابریکه به اووه ډوله ښه کیفیت لرونکي لبني مواد یعني شېدې، مستې، تروې، قیماق، چکه، کوچ او پنیر به تولید کړي.»

ښاغلی درانی وویل: «ددې فابریکې د جوړولو ټولیز لګښت ۳.۳ میلیونه ډالر اټکل شوې، چې په کې ددې فابریکې د ودانیو جوړول، د توکو برابرول او د فابریکې ټول امکانات شامل دي، چې تمویل کوونکی یې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD»او پلي کوونکی یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان "FAO" دی.

ددې فابریکې په جوړېدو سره ټاکل شوې، چې د پروان، لوګر او کابل ولایتونو د مالدارانو اضافي شېدې په منظم ډول راټول او له پروسس وروسته به هېوادوالو ته ښه کیفیت لرونکي لبني مواد چمتو او د دوی په واک کې به ورکړل شي.

د کرنې وزیر وویل، «ددې ترڅنګ ددې فابریکې فعالېدل(په ورځ کې د څه باندې ۸۰ مټریک ټنو په کچه) د لبني محصولاتو د وارداتو د کچې د ټیټېدا لامل هم کیږي، چې له اقتصادي ودې سره مرسته کوی.» په دې فابریکه کې اته زره مالدارو کورنیو او څه باندې ۱۵۰ کسانوته دایمي دندې هم برابریږي.

د کرنې وزارت د احصایې شمېرې ښیي، چې په منځنۍ کچه هېواد کې د کال ۱۳۹ زره مټریک ټنه د غوا غوښه او یو میلیون او ۹۵۲ زره او ۱۹۵ ټنه شېدې تولید او مصرفیږي.

دغه راز په کال کې د ۸.۵۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د غوا پوستکي او د ۲۱۸ زره او ۹۵ امریکایي ډالرو په ارزښت د کروتو په کلنۍ صادراتو سره مالدارۍ په ناخالص ملي کرنیز تولید کې عمده ونډه لري، چې د ټول هغه ۱۵ سلنه جوړوي.

ددغو شمېرو له مخې، د مالدارۍ په برخه کې دمګړۍ ۳۳۵ زره او ۱۶۰ هېوادوال په دندو بوخت دي او د کرنې وزیر په وینا، «په دودیز ډول د شېدې ورکوونکو څارویو په پالنه کې مېرمنې کابو ۵۱ سلنه اساسي ونډه لري.»

د کرنې وزیر ددې فابریکې د جوړولو د چارې پیل«د مالدارۍ د ودې، ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې یو بل ستر ګام وباله» چې کولای شي، «د لبنیاتو د وارداتو په ټېټولو او د ملي اقتصاد په وده کې» مرسته وکړي.