د کندهار لوړ شاولیکوټ کې پر لسګونو کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شول
۱۵ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د سولې بنست مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د لوړ شاولیکوټ ولسوالی ۳۰ کورنیو ته د روب او مربا جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یادو توکو کې هرې کورنۍ ته اووه قلمه توکې چې، په کې «ترازو، چیاړې، جوسر، چوله، دیګ، سطلونه او چوله» شامل دې ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د روب جوړولو،مربا او اچار جوړولو، محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی، بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.