د کندهار ارغنداب کې پر بڼوالو مرستې وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۱
د کندهار ارغنداب کې پر بڼوالو مرستې وېشل کېږي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د روټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د رغنداب ولسوالی د انارو بڼوالو سره د انارو د حاصل کیفیت ساتلو او حاصلاتو راټولولو په موخه د اړینو توکو مرسته کوي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکو د یادې مؤسسې له استازو سره په غونډه کې، له دوی وغوښتل، چې د ارغنداب ولسوالی د نارو بڼوالو سره د اړینو توکو مرسته وکړي، ترڅو د انارو راټولولو پروخت د دوی حاصلات زیانمن نشي او په سمه توګه راټول شي.
په همدې حال د یادې مؤسسې استازو په دې برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼوالو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت